1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د درغليو په تور نيول سوی پخوانی وزير خوشي سو

۱۳۹۰ فروردین ۱۲, جمعه

د افغانستان د ترانسپورت پخواني وزير عنايت الله قاسمي له توقيف څخه بيرته خوشي سوی. دا خبره د افغانستان لويي څارنوالي يوې سرچينې کړې خو نور جزييات يې نه دي ورکړي.

https://p.dw.com/p/REXn
انځور: AP

د فرانس پرس خبري آژانس ليکي، چي د افغانستان لويي څارنوالي وویل چي د ترانسپورت پخواني وزير، عنايت الله قاسمي به د عامه شتمنيو او له دولتي صلاحيت څخه د ناوړه ګټه ا خيستني په تور محاکمه سي.

قاسمی د درو ورځو لپاره په توقیف کي ؤ. د لويي څارنوالۍ يو چارواکي چي نه يي غوښتل نوم يې خپور سي د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل « هو، زه تاسو ته دا ويلای سم چي هغه خوشي سوی دی.»

هغه زياته کړه قاسمي د لوي څارنوال محمد اسحق الکو په امر خوشي شوي، خو د نورو جزيياتو د و يلو څخه يي ډډه وکړه. قاسمي ته نږدي يوي سر چينې هم د هغه خوشي کيدل تاييد کړي دي.

پر قاسمي باندي چي د 2004 م کال څخه تر 2005 م کلونو پوري د ترانسپورت وزير ؤ، تور لګول سوي چي د اريانا هوايي شرکت لپاره د دوو الوتکو په را نيونه کي درغلي کړې ده. لويه څارنوالي وايي چي دولت ته په دي معامله کي تر 9 ميلونوډالرو زيات تاوان اوښتی.

د پنجشنبې په ورځ د لويي څارنوالي دفتر د ولسمشر حامد کرزي د يو سلاکار نورالله دلاوري د نيولو خبر ورکړی وو، خو څوساعته وروسته د لويي څارنوالۍ لخوا د هغه نيونه رد سوه او ويلي يې وو چي هغه نيول سوی نه، بلکي د قاسمي د قضيې په اړه پوښتني ځني سوي.

افغانستان د نړۍ په هغه هيوادونو کي شميرل کيږي چي د اداري فساد کچه تر خپل اخر حده رسېدلې، د نړيوال شفافيت د وروستي رپوټ له مخه افغانستان د سوماليې څخه وروسته دويم ځای لري.

اداري فساد او اختلاس د لمن د پراخيدو له امله د افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه د لويديځو متحدينو ترمنځ اړيکي وخت په وخت د خړپړکيدو له ګواښ سره مخامخ سوي دي.

په داسي حال کي چي کرزی له دې انکار نه کوي چي په اداره کي يې فساد نسته ، خو هغه نړيواله ټولنه هم ملامتوي چي له ځينو دولتي او غير دولتي تأسيساتو سره په مستقيمو مالي مرستو د اختلاس لپاره زمينه برابر کړې ده.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: عبدالباری حکيم