1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «دوام داره آزادۍ عملاياتو» د پيل په مناسبت

۱۳۸۷ مهر ۱۷, چهارشنبه

په امريکا باندي د2001 کال د سپتمبر د11 نيټي له ګوذارونو وروسته د امريکا جمهور ريس بوش د سپتمبر په 20 ورځ د کانګرس په مخکي د القاعدي شبکه اود هغی مشر اوساما بن لادن د دغو تروریستی ګوذارونو عوامل وبلل.

https://p.dw.com/p/FWJe
B-52 امريکايي آلوتکهانځور: AP

بوش د القاعدي د سازمان په پام کي نيولو سره زياته کړه، چي د القاعدي مشران په افغانستان کي ډير نفوذ لري اود طالبانو د رژيم ملاتړ کوي.

پدي وخت کي چي د طالبانود مليشه وو ترور چی له القاعدي سره يي د مصلحت په بنسټ چلاوو، امريکايانو ته د بد خوب د ليدلو حيثيت پيدا کړ. او پدي توګه په لويديزه نړۍ کي يي د ډار وړ تصوراتو بڼه ونيوه.

د افغانانو ترورځپلي هيواد ته بيا د نړۍ د عامه افکارو پام ور واوښت.‍‍‍‍‍‍‍‍‍

کله چي بوش يوازي د نړيوال ترور اصلي عوامل نه ، بلکه هغه ته يي پناه ورکړي وه، هم د مسوول ګڼلو ګواښ وکړ. په افغانستان کي د طالبانو د رژيم برخه ليک څرګند شو.

امريکايانو په بيړه او پرته له سنجش څخه په بريد لاس پوري نه کړ، بلکه 26 ورځي له تروريستي ګوذار څخه وروسته يي د اکتوبر مياشتي په اومه نيټه د القاعدي او د طالبانو په پو ځي بنسټيزو باندي د پوځي الوتکو بريدونه پيل کړل. د امريکا متحده ايالتونو دومره وخت ته د ترور په ضد يو نړيوال ايتلاف د جوړولو لپاره اړه درلوده. سربيره پردي پدي وخت کي د امريکا د سمندري قواوو یو شمير بيړۍ د لري ختيځ له سيمي څخه د هند سمند ر اوبو ته د پاکستان مخي ته وليږدول شوي.

Tomahawk Rakete, abgeschossen von der USS Bunker Hill
د تام هاک راکت فيرانځور: AP

د امریکا متحده ايالتونو ادارو ډيره هڅه وکړه چي د پاکستا ن جمهور ريس پرويز مشرف په مرسته د طالبانو مشر ديته وهڅوي، چي اوساما بن لادن دوي ته تسليم کړي. خو دا هڅې ناکامه شوي.

د اسلامي شريعت د عالمانو يوي جرګي د سپتمبر په 20 نيټه په کابل کي د اوساما بن لادن تسليمول رد کړل، خوله نوموړي څخه يي وغوښتل چي په خپله خوښه له افغانستان څخه ووزي. د امريکا متحده ايالتونو د دفاع وزارت لخوا ورکړل شويو معلوماتوسره سم د طالبانو او د القاعدي په پوځي بنسټيزو باندي د امريکا په ګوذارونو کي 40 الوتکو، چی له ځمکي او بيړيو څخه را پورته شوي وي، برخه درلوده. چي د هغو په ډله کي B-2 ډوله د بمونولرونکي الو تکي، د اوږده واټن B-1 ډوله بم غورځونکي الو تکي، اوB-52 ډوله الوتکي شاملي وي. دوه B-2 ډوله د الوتکي د امريکا د ميسوری ايالت د وايت من له هوايي اډي څخه الوتلي وي، او وروسته له هغه چی خپل بمونه يي چي د سپوژمکۍ په واسطه لارښونه ورته کيده، په ټاکل شويو موخو وغورځول.

د هند په سمندر کی د برتانوي په هوايي اډي ديګو ګارسيا کي ښکته شوي.B-1 او،B-52 داوږده واټن بم غورځونکي الوتکي چي په يو ډک ټانک تيلو سره 9800 او1400 کيلو متره لاره وهلي شي او30 ټنه وسله وړی شي، د بم باريو لپاره د ديګو ګارسيا له پوځي اډوڅخه الوتي وي. او25 نوري تعرضي الوتکي د امريکا له اتمي بيړيو USS کارل وينسونچي د فارس په خليج کي ولاړه وه. او له USS اينتر پرايس څخه چی د عربو په سمندرګي کي درول شوي وه، آلوتلي. سر بيره پردي 50 تومي هاک ډوله د لري واټن توغندي له څلورو بحري بيړيو څخه وارشوي وو، په سيمه کي امريکايي USS فلپين زي نومي جنګي بيړۍ، USS اوبراين، USS جانپاول جونز،USS مکفولنومي ويجاړونکي بيړۍ اود USS پرو وايدنس او د انګلستان هاماس ترافلګر نومي تحت البحري بېړۍ ځاي په ځاي شوې وې.

Straße Flughaven-Khiarkhana als Hauptverkehrsader in Kabul
د نوامبر مياشتي په 11 نيټه په کابل کي د طالبانو حکومت راپرزيدانځور: DW

امريکا متحده ايالتونو شديد هوايي بريدونه چی د افغانستان په بيلا بيلو برخو کي يي وکړل، ددي سبب شول چي طالب مليشه له ډيرو لويو او مهمو ښارونو څخه په شا لاړشي.

خو د القاعدي پلويانو په ټولوځايونوکي په سخت مقاومت باندي لاس پوري کړ. او د افغانستان پلازمينه د نوامبر مياشتي په 13 نيټه طالبانو پرته له کومي جګړي څڅه پريښوده. د افغانستان د شمالی ښار مزارشريف له سقوط نه وروسته چي مهم ستراتيژيکي موقعيت لري، د شمال د اتحاد لخوا له امريکايانو سره د نژدي مشوري نه وروسته په 9 د نوامبر اصلي هدف وګرځول شو. د شمال اتحاد لخوا د کابل نيول کيدل يو ستر برياليتوب دي، چي د امريکايانو له شديدي بم بارۍ څخه پرته يي داسي اسانه او پرته له مقاومته نشواي په برخه کيداي.

د نوامبر مياشتي په 11 نيټه په کابل کي د طالبانو د حکومت له راپرزيدو څخه دوه ورځي د مخه د شمال اتحاد دهغه مهال عمومي قوماندان جنرال فهيم ډاډ ورکړ چي، د ده پوځي واحدونه به د کابل په لوري د مختګ په وخت کی د نوموړي ښار ته له رسيدو نه مخکی ودريږي. او وروسته يي په کابل باندي ناڅاپه ننوتلو ته دا دليل راوړ، چي طالبانو له کابل څخه د تښتيدوسره هلته يوه خلا منځ ته راوړي وه. او د دي لپاره چي ښار له چور او تالا کولوڅخه وساتل شي، د بل ډول ژمنو له کولو سره سره په ښار ورننوتل. پدي ډول د شمال اتحاد د ترور په ضد نړيوال ايتلاف له ترسره شوي عمل سره مخامخ کړ.

له لويو ښارونوڅخه د طالبانو له تښتيدو سره ثابته کړه چي، دوي له ولس څخه بيل او لري تروريستي ډله ده. سربيره پردي د القاعدی تروريستي شبکي له مشر اوساما بن لادن سره د نژدي ګډکار له لارې دوی له افغانستان څخه د ترور د رالوييدو ځاي جوړ کړ. او د ترور خطر ترنن ورځي پوري لاهم له منځه ندی تللی.