1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دواړو کانديدانو د څارونکو ترمنځ فيزيکي شخړه

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۱۵, چهارشنبه

د اشرف غني او عبدالله عبدالله د څارونکو تر منځ اختلافات د ټاکنو په کمېسیون کې فزیکي نښتو ته ورسیدل. که څه د رایو د تفتیش بهیر تر یوه لنډ ځنډ وروسته بیا پیل شو، خو دغه ډول ستونزي په کمېسیون کې وخت نا وخت رامنځ ته کیږي.

https://p.dw.com/p/1CpiR
انځور: DW/H. Sirat

شاوخوا درې اوونۍ دمخه کله چې دواړو کانديدانو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر په منځگړتوب یو بل په غیږ کې ونیول، نو ډیرو افغانانو داسي اټکل کاوه چې ټاکنیز کړکېچ نور پای ته رسیدلی دی، ځکه د دې بهیر غځیدو نه یوازي د خلکو پر اقتصادي کارو بار باندي اغېزه کړې ده، بلکي د هغوی روان یې هم اغېزمن کړي دي.

د رایو د تفتیش له پیل سره نوي جنجالونه رامنځ ته شول او تر اوسه پوري دغه بهیر څو واري ځنډول شوی دی. ولسمشرۍ ته دواړو کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله څو ورځې دمخه بیا یو له بل سره لیدلي دي او له خپرو شوو انځورونو څخه داسي ښکاري چې تر منځ موجود ستونزي یې تر یوه حده پوري له منځه تللي دي.

خو د ټاکنو په کمېسیون کې چیري چې د رایو د تفتیش بهیر روان دی، وضعیت بل ډول دی. د چهار شنبې په ورځ د دواړو کانديدانو د څارونکو تر منځ لفظي شخړي، ان تر فزیکي شخړي پوري ورسېدې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور، وویل چې د کانديدانو د څارونکو تر منځ لومړی لفظي شخړه او بیا وروسته فزیکي شخړه رامنځ ته شوه. هغه گواښ وکړ چې د ټاکنو کمېسیون د دغه شان کړني زغملای نه شي او په راتلونکې کې که هغه تکرار شي نو له خپلو محافظینو څخه به مرسته وغواړي.

دغه نښته په رای پاڼو کې د تیک مارکونو د ورته والي له کبله رامنځ ته شوې ده. د ډاکټر عبدالله استازي ټینگار کوي چي هغه رای پاڼي چې يو شان تیک مارکونه لري باید باطلي شي، خو د ډاکټر غني استازي بیا استدلال کوي چې د تیک مارکونو د يوشانوالي د اثبات له پاره هیڅ کومه تیکنالوژي نشته.

په داسې حال کې چې د رایو شمیرنه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر له خوا د رامنځ ته شوي موافقې تخنیکي برخه ده، کارپوهان وایي چې اصلي ستونزه د اجرائیوي پوست د صلاحیتونو په نه تعریفیدو کې ده. دواړو کانديدانو موافقه کړې ده چې تر بریا وروسته د ملي وحدت حکومت جوړ کړي چې پکښې به د بایلونکي ډلې مشر په راتلونکي حکومت کې اجرائيوي ریاست پر غاړه ولري.

د تفتيش د اوږدېدو په اړه اندېښنې

افغان حکومت په پام کي لري چي د اگست مياشتي ترپايه پوري نوی جمهور رئيس لوړه وکړي. خو تر اوسه پوري د رايو اچولو له ۲۰زرو صندوقونو څخه يوازي ۳ زره يې تفتيش شوي دي. که د تفتيش بهير دغه شان دوام ولري، لکه اوس چي روان دی نو کېدای سي دغه پروسه په روانه مياشت کي ختمه نه شي.

ځکه نو د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له کانديدانو څخه غوښتي دي چي د تفتيش بهيرته داسي څارونکي ور وپيژني چي خو خنډ رامنځ ته نه کړي. د ټاکنو کمېسيون وياند وويل: «د دواړو کانديدانو له ټاکنيزو ټيمونو څخه غوښتنه کيږي چي خپل احساسات کنترول کړي او داسي کسان معرفي کړي چي د تفتيش بهير نورمال روان وي نه داچي خنډ پکښې رامنځ ته سي.»

خو د ولسمشرۍ ټاکنو څارونکي وايي، اصلي ستونزه دا ده چي د ټاکنو کمېسيون د يوه باصلاحيته نهاد په شان پريکړه کولای نه شي او د هغه پر ځای د کانديدانو څارونکي پريکړه کوي.