1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د دوبلین د مقرراتو له مخې په لسونو مهاجر تر تعقیب لاندي دي»

۱۳۹۶ آذر ۲۸, سه‌شنبه

د آلمان چارواکو د دوبلین د مقرراتو له مخې دغه هیواد ته راغلي په لسونه پناغوښتونکي تر تعقيب لاندې نیولي دي. رد شوي پناغوښتونکي به د اروپایې اتحادیې نورو غړو هیوادونو ته واستول شي.

https://p.dw.com/p/2pcFL
Flughafen Frankfurt am Main - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold

د آلمان په پارلمان کې د چپیانو ګوند له خوا د یوې پوښتتنې په ځواب کې ويل شوي چې آلماني چارواکو د روان کال د فبرورۍ میاشتې له پیل څخه د جولای تر پایه پورې ۳۴۴ تنه هغه پناغوښتونکي تر تعقيب لاندې نیولي دي چې په آلمان کې یې د پنا غوښتنې غوښتنلیکونه رد شوي دي.

د دوشنبې په ورځ په یوه آلماني ورځپاڼه کې د خپور شوي یوه رپوټ پر بنسټ دغه مهاجر به له آلمان څخه اخراج او د اروپایې اتحادیې نورو غړو هیوادونو ته واستول شي.

د دوبلين د مقرراتو له مخې پناغوښتونکي کولی شي یوازې د اروپایې اتحادیې په هغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي، د کوم هیواد له مسير څخه چې د دغې اتحادیې حدودو ته ننوتی وي.

د دوبلین د مقرراتو له مخې هغه پناغوښتونکي تر تعقيب لاندي نیول کیږي چې آلمان ته تر راتګ را رسیدو مخکې یې د اروپایې اتحادیې په یوه بل غړي هیواد کې د پناه غوښتنليک وړاندي کړی وي.

له همدې امله دا ډول پناغوښتونکي تر تعقيب لاندي نیول کیږي، تر څو بیرته د اروپایې اتحادیې هغه غړي هیواد ته یې واستوي چې په لومړي سر کې ورته داخل شوی وي او د سیاسي پناه د غوښتنلیک پاتې پروسه یې هم یوازې په هم هغه اروپایې هیواد کې پر مخ وړل کیږي.

د آلماني چارواکو په حواله که د دا ډول کسانو په اړه شک پیدا شي چې هغه د نوموړي هیواد (د اروپایې اتحادیې هغه غړي هیواد چې دی ورته په لومړي سر کې ننوتی دی) پر ځای د دغې اتحادیې کوم بل غړي هیواد ته د تيښتې هڅه کوي، نو په هغه صورت نوموړی شخص نیول کیږي او وروسته بیا له آلمان څخه اخراجیږي.

په دې توګه نو د داسې کسانو د تر تعقيب لاندې نیول کیدو پروسه د داسې رد شویو مهاجرو د نیول کیدو له پروسې سره توپير کوي چې تر نیول کیدو وروسته بیرته خپل پلرني هیواد ته استول کیږي.

د آلمان په پارلمان کې د وړاندي شویو شمیرو له مخې په دې موده کې د آلمان پولیسو د دغه هیواد اداري محکمو ته د دوبلین د مقرراتو پر بنسټ۳۶۴ داسې پناغوښتونکو تر تعقيب لاندې نیولو غوښتنه کړې ده چې د هغو له جملې څخه۲۰ کسان یې رد شوي دي.

د دوبلین د مقرراتو له مخې له آلمان څخه د مهاجرو د بیرته ستنولو پروسه د آلمان له پاره چندان ګټور نه دی ثابت شوی، ځکه چې د روان کال په دریمه ربع کې تر۱۸۰۰ ډیر پناغوښتونکي د اروپایې اتحادیې نورو غړو هیوادونو ته استول شوي، خو په بدل کې یې بیا په همدې موده کې د یادې مقررې له مخې۱۷۰۰ تنه پناغوښتونکي له نورو اروپایې هیوادونو څخه بیرته آلمان ته استول شوي دي.

د همدې شمیرو پر بنسټ د آلمان د چپي ګوند سیاستوالی اولا یلپکی، د آلمان په مرکزي پارلمان کې د نیوکې په ترڅ کې وویل: «دا څه ډول لوبه ده چې مرکزي حکومت وایې چې د مهاجرو له پاره د آلمان د فدرالي ادارې ۳۱۶ کارکوونکي د دوبلین مقررې اړوندو قضیو پر بررسۍ بوخت دي، په داسې حال کې چې له دغو کسانو څخه د هغو پناه غوښتونکو د دوسیو په عادلانه او چټکې څیړنې کې کار اخیستنه ډیره ګټوره ده چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنلیکونه وړاندي کړي دي».

dpa,epd(S.N/N.Z)

زموږ له آرشیف څخه: