1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوحې د اقليم ساتنې کنفرانس شايد ناکامه شي

۱۳۹۱ آذر ۱۸, شنبه
https://p.dw.com/p/16yT7

په دوحه کي د ملګرو ملتونو د اقليم ساتني د کنفرانس خبري د ناکامۍ له گواښ سره مخامخ دي. د راپورونو په حواله د کنفرانس تر وروستۍ ورځي پوري د چاپيريال ساتني د یوه تړون په باب یووالی نه وو رامنځته سوی، نو دغه کنفرانس باید تمدید سوی وای.

د اختلاف مهمه موضوع د پرمختیایی هيوادنو سره هغه مالي مرستي دي، تر څو دغه هيوادونه هم وکولای سي د مځکي د کرې د ګرمیدو د مخنیوي په لار کي خپل سهم ادا کړي. سربېره پر دې د کنفرانس استازي تر ۲۰۲۰م کال پوري د «کيوټو د تړون» د تمدید په اړه سره هم اختلاف لري. دغه پروتوکول، غړي هيوادونه د کاربن ډای اکسايد د لا کمیدو په باب باندي مکلف کوي.

په دوحه کي تر اوسه پوري یوازي پر دې باندي موافقه رامنځته سوې ده چي د اقليم ساتني بل کنفرانس به د ۲۰۱۳م کال د نومبر په میاشت کې په پولنډ کې جوړیږي.