1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوستم د څو ساتونکو د نیولو امر شوی

۱۳۹۵ بهمن ۵, سه‌شنبه

افغان چارواکو د جمهوررئيس د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د نهو ساتونکو د نیولو امر کړی دی. پر دغو کسانو باندي د احمد ایشچي د ربړولو او جنسي آزار تور لګول شوی دی.

https://p.dw.com/p/2WIX3
Afghanistan Portät Abdul Rashid Dostum
انځور: picture-alliance/dpa/S. Sabawoon

جنرال عبدالرشید دوستم، د ولسمشر اشرف غني له پاره له لومړي سره د قدرت یو جنجالي شریک وو. کله چې اشرف غني په ۲۰۱۴م کال کې دوستم د خپل لومړي مرستیال په توګه ونوماوه، پرې سختي نيوکي وشوې.

پر دوستم باندي اوس تور لګول شوی دی چې خپلو ساتونکو ته یې د خپل سيال احمد ايشچي د نيولو امر کړی وو. ایشچي بیا ادعا کوي چې دوستم او کسانو یې هغه وهلی او جنسي زورزیاتی يې ورسره کړی دی.

ایشچي ادعا کوي چې دوستم او کسانو یې هغه وهلی دی
انځور: Reuters/O. Sobhani

ولسمشر غني په دې پیښه کې د هراړخیزو څیړنو ژمنه کړې ده. دغي پیښي په کابل کې د لویدیځو هیوادونو په سفارتونو کې هم ژورې اندیښنې راپارولي دي. امریکا متحدو ایالاتو په دې اړه یوه بیانیه هم خپره کړې ده.

د لوی څارنوالي چارواکو د دغو کسانو د نیولو امر تائيد کړی دی او زیاته کړې یې ده چې تر دې مخکې یې څو واري له هغوی څخه د پوښتنو گروېږنو هڅه کړې وه.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي، ویلي دي: «موږ هغوی ته څو واري مکتوبونه واستول چې د تورونو په اړه پوښتنو گروېږنو ته ځواب ووایي، خو هيڅوک هم حاضر نه شول. له دې کبله څېړونکي ډلي د هغو نهو ساتونکو د نیولو امر کړی چې په پیښه کې په مستقیمه توګه ښکیل ول.»

د جنرال دوستم وياند اوسه پوري لا په دې اړه څه نه دي ویلي.