1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دونالد ترمپ له پاره توره ورځ

۱۳۹۶ فروردین ۱, سه‌شنبه

د اف بي آی مشر دا خبره تائید کړې ده چې په اول وار د تیرکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د مداخلې د هڅو په هکله هم څېړني کیږي.

https://p.dw.com/p/2Zbfj
Washington FBI-Chef Comey vor Geheimdienst-Ausschuss des US-Repräsentantenhauses
انځور: Getty Images/AFP/N. Kamm

د کانگریس یوې جرگه گۍ ته په یوه استماعیه غونډه کې د روسیې د احتمالي اړیکو په هکله د امریکا متحدو ایالاتو د فدرالي پولیسو (اف بي آی) مشر جیمز کومي څرگندونو پر دونالد ترمپ فشار زيات کړی. کومي ویلي دي چې اف بي آی د ترمپ د انتخاباتي ټیم او روسیې د حکومت تر منځ د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې د احتمالي اړیکو په هکله څېړني کوي.

د اف بي آی د مشر څرگندونو له کبله د روسیې د احتمالي اړیکو افتضاح یو نوی بعد خپل کړی دی: اوس په اول وار په رسمي توگه تائید شوه چې اف بي آی د متحدو ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د شکمنو هيکري بریدونو په هکله څېړنې کوي او د ترمپ د انتخاباتي ټیم احتمالي لاس لرلو ته هم توجه اړوي.

کومي ویلي دي چې د اف بي آی له نظره روسیې په ۲۰۱۶م کال کې هدف لاره چې په متحدو ایالاتو کې دیموکراتانو ته زیان واړوي، د دیموکراتانو کاندیدي هیلري کلنټن ته زیان واړوي څو له ترمپ سره مرسته وکړي. د کومي په خبره په څېړنو کې به د ترمپ د انتخاباتي ټیم او روسیې د حکومت تر منځ د هر ډول اړیکو د څرنگوالي په هکله پلټني شاملي وي. په دې کې دا موضوع مطرح کیږي چې آیا د ترمپ د انتخاباتي ټیم د کارکوونکو او مسکو تر منځ کومه احتمالي «همغږي» موجوده وه که نه. په دې هکله به هم څیړنې کیږي چې آیا په کوم جنايي عمل باندي لاس پوري شوی وو که نه.

د ترمپ مطبوعاتي ویاند سان سپایسر ويلي دي چې د کومي، بیانیه به کوم څه ته بدلون ور نه کړي. ترمپ پخپله د کومي د استماعیه غونډې ترمخه له روسیې سره په دې تړاو رپوټونه په کلکه رد کړي ول. ترمپ د خپل ټویټر په لنډ پیغام کې لیکلي ول چې دیموکراتان دغه موضوع د خپل خراب انتخاباتي کمپاین له پاره د یوه عذر په توگه وړاندي کوي.

پاول منافورت، چې د ترمپ د انتخاباتي کمپاين پخوانی منیجر وو له روسیې او اوکراین سره یې ښې اړلکې درلودې. د سیاسي چارو دغه سلاکار له اوکراین څخه د پیسو ترلاسه کولو په شک تر سخت فشار لاندي وو. د تیر کال په اگست میاشت کې ترمپ له منافورت څخه ځان بېل کړ. سان سپایسر منافورت د داسې یوه کس په توگه یادوي چې په «یوه ډیر محدود وخت» کې یې یو «ډیر محدود نقش» لاره.

له روسیې سره د احتمالي اړیکو له کبله لا ترمخه د ترمپ حکومت د کاري دورې تر پیلولو وروسته له یوه سخت وضعیت سره مخامخ شوی وو. د ترمپ د ملي امنیت سلاکار مایکل فلین باید له خپلې څوکۍ استعفا کړې وای. ځکه چې دا خبره معلومه شوې وه چې هغه په متحدو ایالاتو کې د روسیې له سفیر سره د تلیفوني مکالمې په هکله پوره حقیقت نه وو ویلی.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: