د دوهمې فاجعې مخنيوی
۱۳۸۵ اردیبهشت ۸, جمعهد » بيرته ښوونځي ته تلل « عمل په چوکاټ کې، يونيسف تراوسه پورې د مهاجرينوکمپونو او ورانوشويوکليوته، د خيمه يي ښوونځيو لپاره ۴٦٠٠ خيمې ورکړي دي. په دغوخيمه يي ښوونځيوکې ٢٩٠٠٠٠ ماشومانوته درس ورکول کيږي.
برسيره پردې يونيسف زلزله ځپلې سيمې ته ٥٠٠٠ په اصطلاح » د کارټن ښوونځي « رسولي دي. په هر کارټن کې د ٨٠ ماشومانولپاره په کافي کچه د زده کړې توکې شته.
راتلونکي پلانونه
په نږدې راتلونکې کې يونيسف غواړي چې زلزله ځپلې سيمې ته د خيمه يي ښوونځيولپاره ٩۴٠٠ نورې خيمې اوسامانونه، تختې، دکښيناستلوپوزي او د لوبوساده توکې يوسي. د نورو ښوونکو د ښوونې او روزنې ملاتړهم کيږي.
يونيسف پلان لري چې په راتلونکومياشتوکې، په کليواوبانډوکې، اولاً د ٥٠٠ عادي ښوونځيوپه بياجوړولو کې مرسته وکړي.
لويه روغتيايي مرسته
هيڅ يوماشوم هم د وبا يا د خوړو د توکو د لږوالي ياقلت له کبله مړشوی نه دی. يونيسف ١٢٥٠٠٠٠ ماشومان د شري د ناروغۍ پرضد واکسين کړي، ٨٧٠٠٠٠ ماشومانوته، د هغوۍ د بدن د دفاعي سيستم د قوي کيدولپاره، د ويټامين اې گولۍ ورکړل شويدي.