1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د دوهم پړاو ټاکنو امنيت ساتلو ته تيار يوو»

حسين سيرت/ نجيب الله زیارمل۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي چي تر دوې اونيزي ارزوني وروسته د دوهم پړاو ټاکنو پرمهال د امنيت ساتلو په اړه خپل راپور وړاندي کوي.

https://p.dw.com/p/1C22P
انځور: Reuters

د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۱۹) د دوهم پړاو ټاکنو د امنیت ساتلو په اړه غونډه کي چي په کابل کي جوړه سوې وه وويل: «بشپړ تياری لرو چي د دوهم پړاو ټاکنو امنيت هم د لومړي په شان ټينگ کو، په لومړي ټاکنو کي د افغانستان د خلکو دښمنانو د مرگ گواښونه کړي ول خوهيڅ يې نه وسوای کولای او دا ځل به هم څه و نه کولای سي.»

خو د کارپوهانو په اند د ټاکنو لومړی پړاو په داسي موسم کي تر سره سو چي په دغه وخت کي وسله والي ډلي په افغانستان کي د يخي هوا له کبله په پاکستان کي خپلو پټنځايونو ته تللي وي.

د دوی په اند د ټاکنو دوهم پړاو د جوزا مياشتي پر ۲۴ نېټه ترسره کيږي چي وسله وال طالبان په دغه وخت کي بيرته په افغانستان کي فعاله کيږي. او وسله وال طالبان کولای سي چي له باغونو څخه په گټي اخيستلو سره پر امنيتي ځواکونو خپل يرغلونه ډير کړي.

په دغه غونډه کي د افغانستان لوی درستيز شېرمحمد کريمي، وويل چي دوی تلاښ کوي د لومړي ټاکنو پرمهال د امنتيي ځواکونو تشي ډکي کړي: «هغه نواقص او تيروتني چي موږ د انتخاباتو په لومړي پړاو کي ملاحظه کړې په دوهم پړاو کي به هغه ټولي تشي ډکي وي. موږ يې له صفره نه پيلوو، بلکي هغه کوچنی تشي ډکوو چي تر دې دمخه پيدا سوي وې.»

د افغانستان د دفاع وزير وويل، ملي اردو او سرحدي ځواکونه په همږغۍ سره تلاښ کوي څو د هغو کسانو مخه ونيسي چي کوښښ کوي د ټاکنو پرمهال له ديورند کرښي را واوړي.

د لومړيو ټاکنو پرمهال د ثبت سوو درغليو يوه يې د رايو ورکولو مرکزونو ته د سيمه ييزو پوليسو ور ننوتل او خپل د خوښتي کانديد ته رايي ورکول ول.

په دغه غونډه کي د ولسمشر کرزي لومړي مرستيال يونس قانوني له امنيتي ځواکونو څخه وغوښتل چي په ټاکنو کي بې طرفه پاته سي او يو وار بیا دا وښيي چي افغانان د خپل هيواد د امنيت ساتلو توان لري.

قانوني وويل چي داسي پلانونه ترلاس لاندي دي چي د افغانستان وسله وال ځواک به په راتلونکې کي نور هم ډېر مجهز او زده کړي ورکول سي.