1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دويچه ويله د«گلوبل ميډيا» کانگرس پرانيستل سو

۱۳۹۱ تیر ۵, دوشنبه

په بون کي د دويچه ويله له خوا د گلوبل ميديا يا «نړيوالي ميديا» په نامه سږنی درې ورځنی کنفرانس پرانيستل سو او پر درو موضوعگانو «کلتور، زده کړه او ميديا» باندي خبري کوي.

https://p.dw.com/p/15L0h
انځور: DW/Danetzki

د نړۍ له څه ناڅه سلو هيوادونو څخه د رسنيو، سياست او مدني ټولنو ۱۸۰۰استازي د درو ورځو له پاره په۵۰ بحثونو او ورکشاپونو کي پر دغه موضوعگانو باندي ويناوي او خبري کوي.

په دغه ورکشاپونو کي پر دې باندي خبري کيږي چي دغه درې بشري داعيې د انسانانو پر ژوند باندي په ننۍ زمانه کي څه اغيزې لري او څرنگه کيداي شي، چي د يوه گډ راتلونکي له پاره هغوي يو له بل سره همکاري وکړي.

د دغه کانگرس د غونډي تر پرانيستلو وروسته نړيوالي رسني «د برياليتوب تر فشار او د زدکړي د ماموريت» تر نامه لاندي پراخ بحث پيل شو.

د دويچه ويله د «گلوبل ميديا فورم» هر کال په همدې وخت کي په بون کي د نړيوال کنفرانس په مرکز کي، چي پخوا د المان د فدرالي شورا مقر وو، د درو ورځو له پاره جوړيږي.

په دې غونډه کي د المان او نړۍ له مختلفو هيوادونو څخه د رسنيو (ورځپاڼو، راډيوگانو، تلويزيونونو او انترنيت پاڼو) د استازو او کارپوهانو او سياست والو له خوا بحثونه او د نظرونو راکړه ورکړه کيږي.

د سږنی کانگرس په اجندا کښي درې مهمي موضوعگاني: کلتور، زده کړه، او ميديا ځای سوي دي. د امريکا د متحده ايالاتو د نيوهاون له پوهنتون څخه، توماس پوج، چي د چهار شنبې په ورځ په دغه کانگرس کښي، په نړي کي د «زده کړي او پايښت لرونکي پرمختيا» په اړه خبري کوي وويل، چي د نړۍ د خلکو په بې وزلۍ کي شتمن هيوادونه گرم دي.

د هغه په نظر د نړۍ اقتصاد د نړۍ «د شتمنو» له خوا اداره کيږي، له پرمختيايي مرستو سره د نړۍ د خلکو اوسنۍ ستونزي حل کيدای نه شي.

عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل