1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دويچه ويله د آلماني ژبي وړيا انلاين کورس

۱۳۹۶ مهر ۱۸, سه‌شنبه

دويچه ويله د آلماني ژبي د زده کړي له پاره يو انلاين کورس پرانيستی. دغه پروگرام په ځانگړې توگه آلمان ته د راغلو مهاجرو له پاره گټمن تمامیږي. هرڅوک چي څيرک تليفون لري له دغه چانسه دي گټه واخلي.

https://p.dw.com/p/2lYio
BG Deutsche Wörter, die es in andere Sprachen geschafft haben | Frau mit Kopfhörer und Handy
انځور: picture alliance/PhotoAlto/S. Olsson

د دويچه ويله عمومي رئيس پيتر ليمبورگ د دوشنبې په ورځ په برلين کي دغه پروگرام معرفي او اعلان کړ. د آلماني ژبي د زده کړي دغه پروگرام نوم (Nicos Weg) دئ. ليبورگ وويل چي دغه کورس ډيجيټال او د تليفون له لاري دئ.

د آلماني ژبي د زده کړي دغه کورسونه د اپليکشن له لاري سړی په خپل تليفون او تبلت کي ځای پر ځای کولای او کارولای سي. کاروونکي دغه راز کولای سي چي د دويچه ويله له ويب سايټ څخه هم دغه پروگرام تعقيب کړي.

د نوم ليکني له پاره دلته کليک وکړئ

د آلماني ژبي د زده کړي دغه پروگرام تر اوسه پوري په دوو بهرنيو ژبو انگليسي او عربي سته او پر نورو ژبو باندي ئې هم کار روان دئ. دغه کورس وړيا دئ.

ليمبورگ د دغه پروگرام د اعلان پرمهال وويل چي دويچه ويله له کلونو راهيسي د آلماني ژبي د زده کړي پروگرامونه لري، خو دغه پروگرام (نيکوس وگ) بيا خپلي ځانگړتياوي لري: «مهمه مسئله دا ده چي موږ په دغو کورسونو کي پر ډېرو کاروونکو تمرکز کړی.»

د سريال په ډول دغه ويډيوگاني تر ۲۰۰ زيات دلچسپه درسونه لري چي ۱۴۰۰۰ تمرينونه هم پکښې دي. دغه راز د ژبي د زده کړي ۱۹۰۰۰ ږغيز فايلونه هم پکښې رانغښتل سوي دي.

دويچه ويله د دغه پروگرام پر جوړولو يونيم کال کار وکړ او ۵،۷ ميليونه يورو مصرف پرې راغلی. د آلماني ژبي د زده کړي دغه پروگرام مالي ملاتړ د جرمني د کار فدرالي آژانس کړی دئ.

په دغه پروگرام کي دغه راز د هغو کسانو له پاره چي غواړي حرفوي کارونه وکړي يو انلاين کورس شامل دئ. ليمبورگ وويل: «دغه کورسونه نه يوازي د مهاجرو له پاره گټمن دي، بلکي دهغو کسانو له پاره هم چي غواړي آلمان ته راسي، گټه لري.»

دويچه ويله د آلمان نړيواله رسنۍ ده چي په ۳۰ ژبو خپروني لري. دويچه ويله په ټولنه نړۍ کي تلويزيوني، راډيويي او انلاين خپروني لري.

زموږ له ارشيف څخه: