1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رائف بَدَوي میرمن د آلمان ملاتړ ته هیله منده ده

۱۳۹۵ اردیبهشت ۴, شنبه

د سعودي عربستان بندي وېبلاګ لیکونکی رائف بَدَوي، د ۲۰۱۳م کال راپدیخوا په محبس کې خپل ژوند تیروي. خو د هغه د بخښنې د غوښتنو په وړاندي د سعودي حکومت محتاط پاته دی.

https://p.dw.com/p/1IbPn
انځور: picture-alliance/dpa/A. Heinl

ترڅنګ د دې چې د رائف بدوي د خوشي کیدو په باب له بهر څخه غوښتنې شوي دي، خو د ریاض حکومت په خپله پریکړه ټینګ ولاړ پاتې دی.

د سعودي عربستان د دغه بندي وېبلاګ لیکونکي میرمن انصاف حیدر، اوس له آلمان څخه د خپل میړه د ملاتړ غوښتنه کړې ده. هغې د شنبه په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۲۴مه نېټه) د آلمان خبري آژانس ته وویل:« زه هیله منده یم چې د آلمان سیاستوال په دې باب د سعودي عربستان له حکومت سره په مستقیمه توګه خبرې وکړي.»

حیدر او د هغې میړه ته نن د جوردانو برونو بنسټ لخوا د« دِشنر جایزه» ورکول کیږي او هغې دغه خبرې د دغې جایزې د ترلاسه کولو څخه د مخه وکړې.

هغې زیاته کړه واکداران باید ریاض ته روښانه کړي، چې خاوند یې تروریست ندی او هیڅ ډول ممنوعه عمل یې ندی ترسره کړی، بلکه یوازې یې خپل نظر بیان کړی دی. تر اوسه د سعودي عربستان حکومت لخوا داسې یو څه چې د رائف بَدَوي پر فوري خوشې کیدو دلالت وکړي ندي لیدل شوي.

د بَدَوي میرمن د خپلو ماشومانو سره په کانادا کې ژوند کوي. هغې ته د جوردانو برونو بنسټ لخوا د فرانکفورت په ملي کتابتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د «دِشنر جایزه» چې ۱۰ زره یورو هم ورسره دي ورکول کیږي.

د جوردانو برونو بنسټ وايي چې دغې جوړې ته دغه جایزه د سکولاریزم، لیبرالیزم او د بشر حقونو په برخو کې د هغوی له خطره ډکو او زړورو ترسره شویو ګډو هڅو د ستایلو په موخه ورکوي.

«دشنر جایزه» لمړنۍ جایزه نده چې بدوي ته ورکول کیږي، هغه ته په دسامبر میاشت کې د پارلمان اروپا لخوا د « ساخاروف د ازادۍ د فکر او بیان لپاره» جایزه هم ورکړل شوې وه.