1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د راتلونکو انتخاباتو د امنيت له کبله انديښنه

۱۳۸۸ مرداد ۲۲, پنجشنبه

دافغانستان دجمهوري رياست او ولايتي شوراګانو دانتخاباتوپر ضدامنيتي ګواښونه هغه لويه ستونزه ده چي ډيری خلګ يې انديښمن كړيدي ...

https://p.dw.com/p/J8vJ
دانتخاباتي مبارزې په خاطر پلاکاټونه
دانتخاباتي مبارزې په خاطر پلاکاټونهانځور: DW

جګړه چي دجنوب او جنوب ختيزو ولايتونو څخه شمال او شمال ختيزو ولايتو ته هم غزيدلې ده،په ښکاره ډول ليدل كيږي چي ناامني سيمي پراخي سويدي .

د انتخاباتو خپلواك كميسيون د راى وركولو د 7000 مركزونو او 29000 محلو بند و بست كړیدی .

ډيری دغه مركزونه په هغو سيموکښي دي چي دامنيتي ګواښونو سره مخامخ دي . سره لدې چې د پوليسو، اردو او ناټو د ځواكونو لخوا د انتخاباتو د امنيت د ساتلو په هدف ګډ امنيتي پلان جوړ سویدی او تقريباً 200000 داخلي او خارجي ځواكونه به د انتخاباتو په امنيت کښي ونډه واخلي، خو كارپوهان په دې نظر دي چي انتخابات به د امنيتي لحاظه د خنډونو او خطرونو سره مخامخ سي .

افغان كارپوه داد نوراني وايي چي : «اوس نه يوازي په جنوب ،بلکه په شمال کښي هم امنيتي حالت د ډاډ وړ ندى ،نو ځكه به انتخابات د ډيرو خطرونو سره مخامخ وي . »

خو د كورنيو چارود وزارت وياند زمرى بشري د انتخاباتود امنيت د ساتلو په هدف دداخلي اوخارجي ځواكونوتر منځ د يوه ګډ امنيتي پلان د جوړولو خبره كوي او زياتوي چې ددغه پلان له مخي به د پوليسو ، اردو او ناټو دځواكونوتر منځ د انتخاباتو په امنيت کښي همږغي موجوده وي .

سياسي كارپوه فضل الرحمن اوريا وايي چې : « وسله وال طالبان په څه د پاسه نيمايي افغانستان كې په فزيکي او معنوي ډول واكمني لري او په هغو سيمو كې چې طالبان واكمن دي دوى به د انتخاباتو په مقابل کښي لوی خنډونه جوړ كړي .»

د كورنيو چارود وزارت وياندبيا وايي چي : امنيتي ځواكونه دا وړتيا لري چې د انتخاباتي حوضو او محلو امنيت وساتي او په دې مقصدڅلور امنيتي كړۍ ځاى پرځاى كيږي .

خو نوراني وايي چي : «امنيتي ځواكونه به وكولاى سي د فزيكي لحاظه د انتخاباتو امنيت ونيسي ، مهمه دا ده چي د امنيتي كړيو څخه هاخوا خلګ چي انتخاباتي حوضو ته راځي ،د هغوى امنيت به څرنګه ساتل کيږي .»

زمرى بشري وايي چي : هري انتخاباتي حوضې ته به دضرورت سره سم امنيتي ځواكونه وګمارل سي .

خو فضل الرحمن اوريا وايي چې : د انتخاباتي حوضو او محلو د زياتوالي له کبله داخلي او خارجي ځواكونه نسي كولاى چې دغو مركزو ته لازم سرتيري وګماري .

بشري وايي چي : د انتخاباتو په ورځ به د پوليسو ټول تشكيلات چې 82000 تنو ته رسيږي دهغه په امنيت كي برخه واخلي .

مګر اوريا انديښنه لري او وايي چي : راتلونكي انتخابات به د بيري او ډار په فضا كې تر سره سي او خلك به ونسيکولای چې په ډاډه زړه په انتخاباتو كې برخه وكړي .

د كورنيو چارو دوزارت وياند له امنيتي مشکلاتو څخه سترګي نه پټوي او وايي چې : دا امکان لري چي ځيني بې امنيتۍ رامنځ ته سي،خو دغه پيښي نسي كولاى چې د انتخاباتو په مقابل کښي لوی خنډونه جوړ كړي .

داد نوراني هم په دې نظر دى چي په ډيرو كلو اوبانډو كې به خلك دا جرئت ونكړي چي په انتخاباتو کښي برخه واخلي ،او په ښارونو کښي به هم ځيني ګواښونه رامنځ ته سي .

د كورنيو چارو د وزارت وياند هيله څرګندوي چې ولس د انتخاباتو په ښه تر سره كيدو کښي د امنيتي ځواكونو سره مرسته وكړي .

د 1388 كال انتخابات په داسي حال کښي ترسره كيږي چي وسله والو طالبانو د مخه پر خلكو ږغ كړىدی چې په هغه کښي ګډون ونكړي ،او تهديد يې كړى دی چي د انتخاباتو په ورځ به انتخاباتي حوضواومركزونو ته غزيدلي لاري وتړي .

برى پال

کتونکی : محمد قاسم نوري