1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د راتلونکې کمپیوټرونه به څرنګه وي؟

۱۳۹۰ اسفند ۲, سه‌شنبه

راتلونکي کمپيوټرونه به ډېر واړه او په هر ځای کي به وي او د انسانانو د ژوند يوه برخه به وي. دا هغه خبره ده چې د فراونهوفر انستيتوت د کمپيوټر جوړولو د تخنيک د څانګي مشر ئې کوي.

https://p.dw.com/p/13buU
انځور: dapd

یانیشن وایي چې دا هرومرو دې پورې اړه لري چې د کمپیوټرونو د زېرمه کولو اجزا وار په وار کوچني او قوي کيږي. د هغه په وینا پروسيسورونه يې هم د لا پياوړي کېدو او لا کوچني کېدو په درشل کې دي.

د سبا په نړۍ کې به په چاپېريال کې رانغښتي سيسټمونه يو کليدي رول ولوبوي. دا هغه کمپيوټرونه دي چې د ورځني استعمال په سامان آلاتو کې ځای پر ځای شوي دي. د یانیشن په وینا به کمپيوټرونه د وخت په تیریدو سره د ليدو وړ بڼه د لاسه ورکړي.

«هغه څوک چې نن سبا ځان ته يو نوی موټر پېري، کله پوهيږي چې په کې اتيا کمپيوټرونه لګول شوي وي چې هغه سړی نه شي ليدلی. دا کمپیوټرونه د دې دنده لري چې بريک ونيسي، چراغ ولګوي او نور هغه کارونه تر سره کړي چې په موټر کې ورته اړتيا ده.»

کمپيوټرونه به د انسان د يو همېشني ملګري په توګه تل ورسره وي. ښاغلي شتېفن يانيشن دا نه علمي خيالونه او نه د اندېښنې وړ يوه سناريو بولي.

يوه بله اختراع چې شتېفن يانيشن ورباندې کار کوي د انسان او کمپيوټر تر منځ د مفاهمې اسانول او پياوړي کول دي.

دی غواړي داسې یو سټيک جوړ کړي چې د هغه په وسیله سړې وشې کولای د خپل چاپیریال نور کمپیوټري سامان الات کنترول کړي.

تر اوسه لا انسان او ماشين د کيبورد د لارې يو بل ته معلومات لېږدوي. خو کمپيوټري موږکان، د لمس وړ سکرينونه او يا د ژبې د پېژندنې پروګرامونه هم شته.

ښاغلی شتېفن يانيشن وايي چې د پيوستون د دغو آلو دوره ورو ورو پای ته رسيږي. دی په دې منظور د انستيتوت ګنبد شکله د درې بعدي کتنې سينما ته اشاره کوي، چې په کې د يوې شبکې په مرسته بېلابېل کمپيوټرونه او کمرې يو په بل پورې تړل شوي دي. دی د دغې سینما د جوړیدو د موخې په هکله وايي:

«د انسان او کمپيوټر تر منځ د پيوستون آلې به خپل منځي فعاليتونه آسانه کړي. دا په دې معنا ده چې هدف به يوازې دا نه وي چې د اشارو د لارې کمپيوټر ته معلومات ورکړل شي. بلکې د کمپيوټر د پروسس يا بهير پايلې به د انسان په چاپېريال کې هم بدلون راولي. داسې به نه وي چې هغه به صرف د سکرين يا پردې په سر يو څه ښېي. آن داسې غبرګونونه به هم وښودل شي چې د انسان پر چاپېريال اغېزې پرې باسي. د کمپيوټر د غبرګون په نتيجه کې د ساري په توګه يوه کوټه روښانه کیدای شي.»

يانيشن د کمپيوټر او د معلوماتي تکنالوژۍ د يو کارپوه په توګه د داسې يوې راتلونکې تصور نه شي کولای چې کمپيوټرونه دې په کې نه وي.

آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش