1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رايو تفتيش یو ځل بیا وځنډېد

احمدولي اڅکزی / مسعود جهش / آژانسونه۱۳۹۳ مرداد ۱۱, شنبه

په افغانستان کي د رايو د تفتيش پروسه لږ تر لږه تر ۲۴ ساعتونو پوری وځنډول سوه. دا د هغه وروسته چي د ادعا سوو درغليو د روښانه کولو د څرنگوالي د اصولو پر سر د کانديدانو تر منځ اختلافات رامنځ ته سول.

https://p.dw.com/p/1Cnrl
انځور: DW/H. Sirat

له دې مخکې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو په دويم پړاو کي کانديدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله موافقه کړې وه چی د جون د ۱۴ نیټې ټولې رايي به بيا شمېرل کيږي. دا توافق د امريکا د متحده ایالتونو د بهرنيو چارو د وزير جان کېري په منځگړيتوب وروسته رامنځ ته سوی ؤ. خو د دغه توافق څخه وروسته څو ځله نوی اختلافات رابرسېره سوي دي.

د شنبې په ورځ (د اګست ۲مه) د دواړو کانديدانو د ټيمونو تر منځ د هغو اصولو پر سر نوي اختلافات رامنځ ته سول، چي له مخي يې بايد د ادعا سوي درغليو په وړاندي چلن وسي. نوموړو نوي اختلافاتو يو ځل بيا د دواړو کانديدانو تر منځ د توافق د پايښت په هکله اندېښنې رامنځ ته کړي دي.

د اشرف غني د تیم څخه داؤد سلطان زوی دویچه ویله ته د دغه ځنډ په هکله وویل: « د ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله صاحب د ټيم غړو پروند او نن د تفتيش لپاره تشريف نه ؤ راوړی. موږ نه ؤ خبر چي ولي.»

د باطلو رايو د تفقيق معيارونه

د افغانستان د ټاکنو کميسيون او په همدې رازد ملګرو ملتونو استازو د شنبې په ورځ وويل چي د تفتيش پروسه د نورو ۲۴ ساعتو لپاره وځنډول سوه. د يادو ادارو په وينا دواړو کانديدانو د ملګرو ملتونو په ملاتړ وړانديز سوي هغه اصول منلي ول، چي له مخي به يې د درغلي سوو رايو سره چلند کيږي.


خو د عبدالله ټيم ويلي دي چي دوی د ملګرو ملتونو پر وړانديز د غور کولو لپاره د ۲۴ ساعتو مهلت غوښتی دی. د دغه ټيم په وينا دوی د ملګرو ملتونو لخوا وړانديز سوو اصولو او معيارونو تر څنګ نور معيارونه هم وړانديز کړي دي. د دغو اصولو او معيارونو له مخي به د ادعا سوو درغليو ارزونه کيږي.

د عبدالله د ټيم استازي، فاضل سنچارکي وویل چي کوم معیارونه چي د ملگرو ملتونو د نمایدگۍ یوناما له خوا وړاندي سوي دي «درغلی روښانه» کولای نه سي. نوموړي د آلمان ږغ ډويچه وېله سره په خبرو کي زياته کړه: « دغه لايحه چي وړاندي کړل سوې ده، هغه د په پراخه توګه د سازمندهي سوو درغليو او باطلو رايو د تفقيق لپاره کفايت نه کوي.»

د تفتيش پروسه به د يکشنبې په ورځ بېرته پېل سي

د عبدالله وياند مجيب الرحمن رحيمي و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي: « د ټاکنو خپلواک کميسيون په بشپړه توګه هغه اصول خپل کړي دي، چي د ملګرو ملتونو لخوا ورته وړانديز سوي ول. خو موږ ورباندي تحفظات لرو.» نوموړي زياته کړې: « هغه څخه چي وسول، زموږ لخوا د دغې پروسې سره د پرېکون يا د اخلال رامنځ ته کولو معنی نه ورکوي. دلته صرف دا مطرح دي چي د رايو د باطل اعلانولو معيارونو څخه لا زيات کړل سي.»

ملګرو ملتونو توقع لري چي د رايو د تفتيش پروسه به د يکشنبې په ورځ (د اګست ۳مه) بېرته پېل سي. دا د هغه وروسته چي د ټاکنو خپلواک کميسيون د عبدالله د ټيم هغه غوښتنه ومنله، چي دغه پروسه دي نورو ۲۴ ساعتو لپاره وځنډيږي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون رئيس يوسف نورستاني، د شنبې په ورځ وويل: « د رايو د تفتيش پروسه به انشالله سبا (د اګست ۳مه) بېرته پېل سي. موږ د نور ځنډ په هکله فکر نه کوو.» د نورستاني په وينا دغه پروسه يې په دې هيله ځنډولې چي عبدالله به د ملګرو ملتونو سره د باطلو رايو پر معيارونو يوې پايلي ته ورسيږي.