1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د راډيو نړيواله ورځ

هان يوليا۱۳۹۳ بهمن ۲۴, جمعه

هیڅ رسنۍ خلکو ته دومره لاس رسی نه لري، لکه راډیو، په خاصه توگه په کړکېچ او جگړه ځپلو سیمو، لکه افریقا او افغانستان، چې پکښې جنگ او کړکېچ روان دی. راډیو حتی کولای شي چې انساني ژوند وژغوري.

https://p.dw.com/p/1EbLn
انځور: picture alliance/africamediaonline

دا چې ویل کیږي راډیو د جنگ ځپلو سیمو اغیزمنه رسنۍ ده، ښايي بې ځایه نه وي. د لومړي نړیوال جنگ په ترڅ کې ساینس پوهانو هڅه وکړه چې د بې سیم مخابراتو د تخنیک څخه په گټي اخيستني سره، دغسي یوې رسنۍ ته وده ورکړي.

د ۱۹۱۹م کال د نومبر مياشتي پر شپږمه د يوې هالندۍ فابریکې خاوند «هانزو شوتانوس شتریگا ایدزیردا» په دنهاگ کې له خپل شخصي کور څخه لومړی مشهور راديويي پروگرام خپور کړ.

د شلمي پیړۍ له سره د راډیو د پيدايښت تاریخ هم پیل شوو، دغه تاریخ د تليفون او بې سیمه تیلگراف سره يوځای وو. دا هغه وخت وو چې په فزیک کې د بریښنا او مقناطیس په برخه کې څېړني او پرمختگ روان وو.

د تلویزیون، انترنیت او ټولنیزو شبکو د بې سارو پر مختگو سره سره، راډیو خپل ځای ساتلی دی. په پرمختللو هیوادونو کې هر موټر چلونکی که د خپل کار خواته روان وی او که کوم بل چیري د سفر نیت لري رادیو د هغه ملگرې ده.

په افریقا کې د ميلیونو انسانانو د معلوماتو سرچینه

نن په ټوله نړې کې د فبرورۍ ۱۳مه د «راډیو نړیواله ورځ» لمانځل کیږي. خو دغه لمانځنه په بل هیڅ هیواد کې دومره د پام وړ نه ده، لکه په افریقايي هیواد کانگو کې.

په دغه هیواد کې نزدې۲۰۰ راډیويي ستېشنونه شته چې دا تر ټولو تلویزيوني او چاپي رسنیو دوه برابر ډیر دي.

د کانگو په دیموکراتیک جمهوریت کې له کلونو راهيسي کورنی جنگ روان دی. یو مشهور متل وايي: «په جنگ کې رښتیا لومړۍ قرباني ده»، ځکه په جنگ کې نه یوازي په وسلو، بلکې په خبرو او نظریاتو سره هم جنگ کیږي. د رښتینو معلوماتو لاس ته راوړل هسي هم یو آسانه کار نه دی.

د کانگو دیموکراتیک جمهوریت په پلازمېنه، کینشاسا کې نزدې لس ميلیونه خلک ژوند کوي. د هغوي یو ستر اکثریت په پوره لیوالتیا راډیوگاني اوري. د راډیو یو مینه وال وایي کله چې «زه هر سهار له خوبه راپاڅم د خپل موبایل تلیوفن له لارې راډيو اورم.»