1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رایو د شمیرلو او تفتیش بهیر بیرته پیل شو

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ تیر ۲۹, یکشنبه

د رایو د بیا شمیرلو او تفتیش بهیر چې د دواړو کاندیدانو د ټیمونو تر منځ د نظر د اختلاف له کبله ځنډیدلی وو، بیرته پیل شو. دغه لانجه د په رایې پاڼه کې د تصحیح د نخښې پر ځای د لاسلیک له کبله راپورته شوې وه.

https://p.dw.com/p/1Cfkn
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکو، د نوماندانو څارونکو او د ملگرو ملتونو استازو، د یکشنبې په ورځ په دې هکله څو ساعته خبرې اترې وکړي. بالاخره پر دې توافق وشو چې هغه لاسلیکونه او یا نخښې چې په رایې پاڼه کې د رایې ورکوونکي هویت نه څرگندوي، سم دي او په هغه صورت کې چې رایې ورکوونکي په رایې پاڼه کې خپل نوم لیکلی وي او یا نورې داسې نخښې نښانې چې د رایې ورکوونکو هویت په ډاگه کوي، هغه رایې به باطلیږي. د رایو د بیا شمیرلو او تفتیش بهیر د شنبې د ورځې له مازیگره راهیسې ځنډیدلی وو.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د جولای میاشتې ۲۰مه) په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «د دوو نوماندانو د څارونکو تر منځ چې د نظر کوم اختلاف رامنځ ته شوی وو، په رایې پاڼه کې د لاسلیک موضوع وه. یوه ټیم ویل چې هغه اعتبار لري او بل ټیم له دې سره مخالفت درلود.»

د ټاکنو کمیسیون ویاند له دویچه ویله سره په خبرو اترو کې وویل چې د یکشنبې د ماسپښین تر دوو بجو وروسته د رایو د شمیرلو او تفتیش بهیر بیرته پیل شوی دی. ښاغلي نور په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د رایو د تفتیش له پاره باید یو مشخص میکانیزم وجود ولري تر څو په دغه بهیر کې په راتلونکي وخت کې د ستونزو مخه ونیول شي: «بهیر د پلان له مخې پر مخ ځي، ځکه چې یو لېست ترتیب شوی دی. خو اړینه ده چې یو طرز العمل یا قانون چې د هغې له مخې تصمیم نیول کیږي باید نهایي شي.»

هغې رایې چې باطلیږي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې یو شمیر رایې ورکوونکو د رایې ورکولو په هکله د کم پوهاوي له کبله په رایې پاڼو کې لاسلیک کړی، یا یې خپل نوم لیکلی او یا یې هم په رایې پاڼه کې خپله گوته لگولې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند پر دې خبره ټینگار وکړ ټولې هغه رایې پاڼې چې رایې ورکوونکي په کې خپل هویت څرگند کړی دی، باطلیږي.

په عین حال کې د اروپايي ټولنې څارونکي هیئت هم پر دې خبره ټینگار کړی دی چې د رایو د باطلولو له پاره باید مشخص میکانیزم وجود ولري. تر دې دمخه هم د رایو د باطلولو له پاره مشخص معیارونه موجود ول، خو د اروپايي ټولنې څارونکي د یوه مشخص میکانیزم چې د دواړو نوماندانو د تائید وړ وي، پر موجودیت باندې ټینگار کوي.

د نور محمد نور، په وینا په اوسني وخت کې د ۱۶ معیارونو له مخې د رایو پاڼو صندوقونه تفتیش کیږي: «یوولس مورده د ټاکنو کمیسیون ترتیب کړي دي او پنځه نور بیا یوناما ترتیب کړي دي. په دې برخه کې هیڅ مشکل نه شته. تیره ورځ چې د بحث کومه اصلي موضوع وگرځیده، د لاسلیک مسئله وه.»

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د څرگندونو له مخې د رایو د بیا شمیرلو او تفتیش د بهیر د پیل راهیسې تر اوسه د رایو پاڼو ۴۳۵ صندوقونه تفتیش شوي دي.

د ټاکنو کمیسیون همداشان ویلي دي چې د کندهار، هلمند او هرات ولایتونو د رایو پاڼو صندوقونه هم کابل ته رارسیدلي دي. زیاته شوې ده چې د ۲۳ زره صندوقونو له جملې څخه ۸۶۰۰ یې کابل ته انتقال شوي دي. د نوموړي کمیسیون په وینا د پکتیکا او خوست ولایتونو د رايو پاڼو صندوقونه هم د یکشنبې په ورځ کابل ته رارسیږي.