1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رد شوو مهاجرو اخراج، «آلمان ته سرخوږی»

۱۳۹۵ اسفند ۱۵, یکشنبه

آلمان کې د سلونو زرو مهاجرو د پناه غوښتنې درخواستونه رد شوي دي. بيرته خپلو هيوادونو ته د دغو مهاجرو د اخراج مسئله اوس د آلمان حکومت لپاره په يوې سترې ستونزې بدله شوې ده.

https://p.dw.com/p/2Yezg
Deutschland Demonstration gegen Abschiebung von Flüchtlingen
انځور: picture alliance/dpa/M. Balk

داچي اوسمهال د آلمان فدرالي او ايالتي حکومتونه د مهاجرت مسئلې سره په تړاو له کومو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، اندازه يې د آلمان د نيدرزاکسن ايالت له وضعيت څخه ښه اټکل کيدلای شي. دغه ايالت تيرکال هغه شمير مهاجر چې باید خپلو هيوادونو ته يې اخراج کړي، له ډلې څخه يې هر دويم مهاجر اخراج نه شوای کړای.

د آلمانۍ «نويه اوسنابروکر څايتونګ» ورځپاڼې په حواله، دغه خبره ايالتي کورنيو چارو وزارت کړې ده. دغه وزارت دغه خبره د صدراعظمې انګلا مرګل د سياسي ګوند (CDU) له لورې د يوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده.

تيرکال د نيدرزاکسن ايالت چارواکو بهرنيو ادارو ته ۴۳۴۹ تنه مهاجرو معرفي کړي ول چې بايد بيرته خپلو هيوادونو ته واستول شي. خو دغه ادارې له دغه شمير مهاجرو څخه د ۲۳۹۰ تنو پر اخراجولو بريالۍ نه شوې.

د نيدرزاکسن ايالت د کورنيو چارو وزارت په وينا د دغو مهاجرو د نه اخراجيدلو له امله ايالتي حکومت د ډيرو پيسو زيانونه ليدلي دي.

چارواکې د رد شويو مهاجرو د نه اخراجيدو په تړاو، مختلف لاملونه په ګوته کوي. يو شمير مهاجر د ورپيښو بدو ناروغيو له وجې له اخراجه پاتې شوي دي او يو شمير هيوادونه بيا د خپلو اتباعو منلو ته ندي تيار شوي.

په دې لړ کې اکثره مهاجر د اخراج پر خلاف عدالت ته مراجعه کړې ده چې بيا د عدالت د پريکړې له مخې يې اخراج ندی ترسره شوی. مهاجرو په لاس کې د پاسپورتونو او د اسنادو نه شتون يو بل لامل دی چې له مخې يې د اخراج بهير ټکنی شوی دی. خو ترڅنګ په دې منځ کې ځينې داسې مهاجر هم شته چې په داوطلبانه توګه بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه شوي دي.

د «نويه اوسنابروکر څايتونګ» پر حواله، د دغو ټولو حالاتو سربيره، په ۲۰۱۶ کال کې د اخراج شويو مهاجرو شمير د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۷۰ سلنه زیات وو. نيدرزاکسن ايالت په ۲۰۱۵م کال کې ونشوای کړای چې له ۷۰۰ څخه زيات مهاجر اخراج کړي. د مهاجرو د اخراج د نه ترسره کيدو له امله ايالتي ادارې زيات مالي تاوانونه پرې کړل.

د انګلا مرکل ګوند (مسيحي دموکرات اتحاد) يو لوړپوړی غړی انګلیکا یانس وايي چې اوس آلمان کې ډیر داسې مهاجر شته چې دوي يې بيرته خپلو هيوادونو ته نشي استولی. خو يانس د مهاجرو پر ډليز اخراج باندې ټينګار کوي. هغه وايي د دغه مقصد لپاره دې بهرنې ادارې د ښارونو پر ځای د هيواد په کچه يو ځای شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.01.2017):