1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رسنيو بين المللی کنفرانس پای ته رسيږي

۱۳۸۷ خرداد ۱۵, چهارشنبه

دمطبوعاتو او خبری رسنيو آزادی څه نقش لري

https://p.dw.com/p/EDc6
د رسنيود بین المللي کنفرانس مشهوره پلاکاټ
د رسنيود بین المللي کنفرانس مشهوره پلاکاټ

ددويچی ويلۍ دآلمان ږغ د تلويزيون خبريال Jens Olsen دآلمان په حکومت کی دبشر دحقونو دچارو دمسول Günter Nooke سره په دی هکله يوه مرکه کړیده چی په غير ډیموکراتو هيوادونوکښي دمطبوعاتو او خبری رسنيو آزادی څه نقش بازي کولای سي ، او ولی بايد خاصتآ په دغه هيوادونو کښي د دويچی ويلي دآلمان ږغ ميدیا دناپيلو ژورناليستانو څخه ملاتړ وکي .دآلمان دحکوت دبشر دحقونو دچارو دمسول ګونتر نوکه سره دغه مرکه په بن کی دډله ايزو خبری رسنيو دنړيوالۍ غونډي په مناسبت سوې ده .

په کنفرانس کي د DW – آلمان ږغ راډيو مشر ايرک بيټرمن
په کنفرانس کي د DW – آلمان ږغ راډيو مشر ايرک بيټرمنانځور: DW

دآلمان دحکومت دبشر دحقونو او دبشری مرستو دچارو مسول نوکه، ددې پوښتني په جواب کی چی ميډيا يا ډله ايزی خبری رسنی دډيموکراسی په پرمختګ او وده کی څه نقش بازي کوي ، وايی چی :

موږ خبريالانو ته ضرورت لرو ، او موږ يوې مدني ټولني ته اړ يو،او په يوه مدنی ټولنه کی سالم تماسونه او سالم جروبحثونه هغه وخت منځ ته راتلای سي ، چه خبريالان وکولای سي، په آزادانه ډول سره رپو ټونه ورکړی او دغه رپو ټونه بايد دواقعيتونو سره سمون ولری او عامه خلک هم وکولای سي ، چی په آزادانه ډول معلومات ترلاسه کړی .

اوبيا ددی پو ښتنی په جواب کی چی ميډيا څنګه کولای سي ، په بحراني ځپلو سيمو کی دسولی او ثبات په لاره کی خپله ونده ترسره کړی ،نوکه وايی چی :

زما په عقيده ژو رنالیزم پخپله يو فن او يو مهارت دی . ژورناليستان يا خبريالان به حقايق څيړی او دحقايقو دپيداکولو دپاره بايد څيړني وسي. خبريالان بايد په يو اړخيز ډول سره په هغو معلوماتو اتکا ونکي چی ديوې منبع له خوا دوی ته ورکول کيږی ، يا يې دوی ترلاسه کوی .پر يوې ورځپاڼي ، راډيو،او تلويزيوني پروګرام باندی سړی هغه وخت اعتماد کولای سي ،چی په قضاياو کی خپل ناپيلتوب وساتی او دسياسی خاصو دلچسپیو څخه پرته حقايق هسی برملا کړی ،لکه څنګه چی دی .او دوهمه خبره داده چی با جرته ژورناليستان باجرته تبصری کوی او په دی ډول سره دوی دعامه افکارو په اصطلاح په جوړولو کی هم ښه اوسالم نقش بازي کولای سي .

اوبيا کله چی د ګونتر نوکی څخه داپوښتنه کيږی چی په لانجه ځپلو سيمو کی ژورناليستان زياتره دکومو ستونزو سره مخامخ وی وايی چی :

هو دژورناليستانو لوي تکليف دادی چی دوی تل دخطر سره مخامخ وی . په تيره بيا هغه ژورناليستان چی دحقايقو دموندلو په لټه کی وی . او يا هغه ژورناليستان چی دمتنفذينو دځواک جوړښتونه په يوه سیمه کی برملا کوی او دهغوی خودکامه ګيو ، نيمګړتياو او ضعيفو اړخونو ته ګوته نيسی . او په ډيرو هغو هيوادونو کی چيري چی زورواکی چلیږی او دمطبوعاتو آزادی نه وی يا تش په نامه دمطبوعاتو او ډله ايزو خبری رسنيو د آزادی څخه خبری کيږی ،نو هلته خبريالانو ته داسی زيګنالونه ورکول کيږی ،چی دوی دی په اصطلاح خپل حد وپيژنی . چيري چي وضع داسی وی نو هلته دمطبوعاتو آزادی په اصطلاح ګورته سپارل سوې وي . په ډيرو هيوادو کي خبريالان ورکيږی ، وژل کیږی او بندي کيږی . ځکه چه دوی هغه حقايق برملاکړی دي،چی سياست وال ورسره مخالف وه .