1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رسنیو ازادي له خطر سره مخامخ ده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبه

يوازي د ۲۰۱۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کي ۱۹ ژورنالیستان وژل سوي دي او ۱۶۰ نور بندیان دي. نړۍ سږ کال په داسي حال کي د رسنیو د آزادۍ ورځ لمانځي، چي په ډیرو هیوادونو کي اوس هم ژورنالیستان له ستونزو سره لاس او گریوان دي.

https://p.dw.com/p/14ofH
انځور: Fotolia/sahua d

که څه هم عربي پسرلي په دغو هیوادونو کي ډېر ژور بدلونونه راوستل خو پر دې بدلونونو سربیره هم په دې هیوادونو کي د یوه ژورناليست په حیث کار کول اسانه سوی نه دئ.

د بې سرحده ژورنالیستانو ویاند میشائیل ریدیسکه، وایي چي د رسنیو ازادي په بېلابېلو هیواد کي له یو بل سره توپیر لري. د مثال په ډول په تونس کي د ژورنالیستانو کارونه د پخوا په پرتله خطرناکه نه دي خو برعکس په سوريه کي بیا د نښتو له پیل راهیسي ډېرو ژورنالیستانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.

ریدیسکه په خپلو خبرو کې وایي: «عربي پسرلي ډېري دښمنۍ هم رامنځ ته کړې. له بلې خوا ژورنالیستان باید تل د پېښو په ځایونو کي حاضر وي. او دوی تر ټولو مخکي د هغه ځای د حکومت له خوا تر سخت فشار لاندي نیول کیږي. موږ ولیدل چي په سوريه کي ډېری ژورنالیستانو په هغو ځایونو کي خپل ژوند له لاسه ورکړ چي پکښي ډېري شخړي او کړکېچونه موجود ول.»

سربېره پر دې په ځینو هیوادونو کي د خلکو هیلي هم سر ته ونه رسېدې. دا ځکه چي په دغو هیوادونو کي پوځي حکومت د رسنیو آزادي نوره هم محدوده کړه.

د بې سرحده ژورنالیستانو په نامه سازمان، هر کال په مختلفو هیوادونو کي د رسنیو د آزادۍ او ژورناليستانو د وضعي په هکله یوه نظر پوښتنه کوي چي پکښي ۱۷۹ هیوادونه شاملیږي.

په دغو هیوادونو کي نه یوازي له ژورنالیستانو، بلکي له عالمانو، حقوق پوهانو او د بشري حقونو له فعالینو څخه هم پوښتني تر سره کیږي. د احصائيې له مخي د ایریتیریا هیواد، د ژورنالیستانو له پاره تر ټولو خطرناکه هیواد بلل شوی دئ. په دغه هیواد کي د رسنیو ازادي لس کاله مخکي لا له منځه تللې وه.

اوس په دغه هیواد کي ټول ژورنالستان د دولتي رسنیو له پاره کار کوي او مجبوره دي چي د خپل هیواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت څرګندوني تعقیب کړي. هغه څوک چي له دې کار څخه سرغړونه وکړي نو سمدستي محبس ته اچول کیږي. دا چي په نورو هیوادونو کي وضعه څرنگه ده په اړه ئې ریدیسکه وايي:

«په روسيه کي د مثال په ډول په پرله پسې ډول ژورنالیستان وژل کیږي. موږ او تاسو پوهیږو چي په پاکستان کي چي له افغانستان سره په سرحد کي پروت دئ د ډېرو شخړو له امله ژورنالیستان وژل سوي دي. په مکسیکو او هندوراس کي هم د ژورنالیستانو ژوند له خطر سره مخامخ دئ.»

په اسیا کي بیا تر ټولو ډېر د چین هیواد مخته دئ. د بې سرحده ژورنالیستانو د سازمان په حواله په دغه هیواد کي تر ټولو زیات ژورنالیستان زندانونو ته اچول کیږي. په چین کي د انترنت په برخه کي ډېر سانسور موجود دئ. ریدیسکه د متحده ایالاتو په اړه وایي: «په متحده ایالاتو کي د معلوماتو د تر لاسه کولو په برخه کي آزادي محدوده ده.»

د بې سرحده ژورنالیستانو د سازمان له خوا په خپاره شوې یو لیست کي د هغو هیوادونو نومونه راغلي دي چي پکښي ژورنالیستان په آزاد ډول خپل کارونه پر مخ بیایي. د دغو هیوادونو په ډله کي لومړی د فنلند او ورپسې د ناروې نوم اخیستل شوی دئ. په لیست کي په ترتیب سره د ایستلند، هالند، اطریش، ایسلند، لوکزامبورګ او سویس نومونه هم اخیستل شوي دي. المان د ژورنالیستانو د ازادي په اړه په خپاره شوی لیست کي شپاړسم ځای لري.

دویچه ویله/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: مسعود جهش