1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رسنیو کمیسیون: رسنۍ دې اڼدول وساتي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۳۰, چهارشنبه

د ټاکنو د رسنیو کمیسیون، له ټولو رسنیو څخه غوښتي دي چې د کمپاینونو او مناظرو په برخه کې دې په خپلو رپوټ ورکولو کې انډول خوندي وساتي. دغه کمیسیون وایي چې د نه انډول نشراتو په اړه یې لږ تر لږه یو شکایت تر لاسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/1BBcl

د ټاکنو د رسنیو کمیسیون وایي چې په تلویزوني مناظرو کې د ولسمشریزو ټاکنو یوازې څو تنو مطرح او مشهورو څیرو گډون درلود، په داسې حال کې چې د ولسمشریزو ټاکنو نورو نوماندان پکښې نه ول.

د ټاکنو د رسنیو د کمیسیون مشرې فریدې نیکزاد، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبرورۍ ۱۹مه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «یو شمیر رسنیو په خپلو مناظرو کې ډیر شمیر نوماندانو ته د گډون بلنه ورکړې ده. موږ له رسنیو څخه هیله لرو، هغه کاندیدان چې تر اوسه یې نه دي رابللي مناظرو ته دې دعوت کړي.»

د ټاکنو د رسنیو کمیسیون د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په چوکاټ کې فعالیت کوي او هغو انتخاباتي شکایتونو ته چې له رسنیو سره اړه لري، غوږ نیسي.

د دغه کمیسیون مسوولین وایي چې یوه مشخص شرکت ته دنده سپارل شوې ده، تر څو ټول تلویزونونه، راډیوگانې او چاپي رسنۍ تر څارنې لاندې ونیسي او د هر ډول انتخاباتي تخلف په اړه دوی ته رپوټ ورکړي. د دغه کمیسیون له اصلي دندو څخه د ولسمشریزو ټاکنو او ولایتي شوراگانو د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاین څخه د عادلانه رپوټ ورکولو څارل دي.

د ټاکنو د رسنیو کمیسیون، مرستیال حشمت الله رادفر، له رسنیو څخه وغوښتل چې په ټاکنیزو مناظرو کې یوازې مطرح نوماندانو ته خپله توجه وا نه اړوي: «زموږ هیله دا ده چې په نزدي ممکنه راتلونکی کی د ټاکنیزو مناظرو وروستۍ دوره جوړه شي او هغه کاندیدان چې پاتې دي هغوی وربلل شي، تر څو له نوماندانو سره د بې پري توب په برخه کې عدالت او انصاف رعایت شي.»

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو انتخاباتي سیالۍ د دلو د میاشتې له ۱۳مې نیټې څخه پیل شوي دي او په پام کې ده چې د حوت د میاشتې پر ۱۳مه نیټه د ولایتي شوراگانو د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه هم پیل شي.

په عین حال کې یو شمیر خبریالانو د ټاکنو د رسنیو کمیسیون ته شکایت کړی دی چې د ټاکنو د کمیسیون ولایتي مسوولین د انتخاباتي مسایلو په برخه کې د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کوي.

خو د رسنیو کمیسیون وایي چې د قانون له مخې د ټاکنو کمیسیون مکلفیت لري چې معلومات د خبریالانو په اختیار کې ورکړي او په دې اړه باید هیڅ کومه موضوع د خبریالانو څخه پټه نه وي.

په دې اړه ښاغلي رادفر وویل: «که چیرې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وغواړي چې رسنۍ له معلوماتو څخه محرومي کړي، نو دا له یوی خوا د ټاکنو د قانون سره اړخ نه لگوي او له بل اړخه د هغه لایحې مطابق چې خپله کمیسیون موږ ته جوړه کړې ده، کمیسیون هیڅ وخت دغه کار نه کوي.»

د ټاکنو د رسنیو د کمیسیون بله انديښنه قومي مسایلو ته لمن وهل ده. د دغه کمیسیون مسوولین وایي چې رسنۍ او نوماندان باید د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې د داسې مسایلو، چې قومي، ژبني او سیمه ییزو حساسیتونو ته لمن وهي، له مطرح کولو او نشرولو څخه ډډه وکړي. د کمیسیون د وینا له مخې که چیرې دغسې کومه پیښې رامنځ ته شي، د قانون له مخی به ور سره چلند وکړي.