1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رشوت اخيستلو او ورکولو هيوادونو لستونه خپريږي

۱۳۸۷ آذر ۱۹, سه‌شنبه

په هغو 170 هيوادونو کي چي رشوت او اختلاس پکښي په لوړه پيمانه کښته پورته کيږي افغانستان 167 ځای لري

https://p.dw.com/p/GCZi
د رشوت او اختلاس سمبول
د رشوت او اختلاس سمبولانځور: BilderBox

د Transparency International سازمان د رشوت او اختلاس پر ضد په مبارزه کي د Name and Shame په نامه ستراتيژي کار وي ، تر څود رشوت اخيستلو او ورکولو هيوادو لستونه خپاره ،او هغوی وشرميږي.افغانستان په هغو هيوادوکي راځي چه ډير رشوت او اختلاس پکښي پورته او کښته کيږي .هغه ددغه لست د 170 هيوادو څخه په 167 ځای کي قرار لري. نن چي د ملګرو ملتو لخوا د رشوت او اختلاس پر ضدد مبارزې ورځ ده،نو ددغه رپوټ ويل او لوستل هم بې ګټي ندی.

ددې خبري څخه لا دونه وخت نه تيريږي، چي رشوت او اختلاس په يوه اشرافي خلاف کارۍ کي شامله وه ،او دليل راوړل کيدۍ ،چي که موږ دا کار ونکو،نو بل څوک يې کوي، او بيا به نو د هغو پلاس کي معاملې او هر څه وي.

د Transparency International موسس پيتر آيګن وايي:« دجرمني حکومت مثلاً بې وسيلې او ناچاره ؤ. هغه ويل ،چي که په نړۍ کي ټول رشوت ورکوي.نو موږ نسوکولای چي په يوه واري ډير ښه سو ، او هر څه قانوني پر مخ بوزو . په هغه صورت کي به بيا موږ په هر ځای کي فرمايشونه او هر څه د لاس ورکوو .»

پيتر آيګن چي په 1993 کال کي يې Transparency International تآسيس کۍ، د هغه دمخه يې د جهاني بانک د مامور په حيث د افريقا ، آسيا او جنوبي امريکا د سياسي رهبرانو ، او د جهاني بانک د نورو کارکونکو سره کار کاوه.

تر هغه وروسته دغه بې طرفه سازمان چه په لندن او برلين کي دفترونه لري ، د رشوت او اختلاس په باب د پاملرني وړ وګرځيدی.

د پيتر آيګن دپاره د Transparency International جوړول دده د هغه کار نتيجه ده ،چه ډير وخت يې د جهاني بانک دپاره ، د نورو تر څنګ په افريقا کي کار کړیدی .دی وايي:«هلته د اوبو بندونه جوړ سول ، پايپلاينونه جوړ سول ، د رييل خطونه او بندرونه جوړ سول ، چه مليارډونه ورباندي مصرف سوې، خو په آخره کي د هغو څخه هيڅ چا ښه استفاده ونکړه . پداسي حال کي چي د ډيرو ارزانو او عاجلو پروژو مثلاً د مکتبو يا روغتونو جوړولو ته توجه ونسوه.»

پيتر آيګن زياتوي چي دغه ډول سياسي فيصلې ، چه ټولي جامعې ته يې اثرات رسيږي ، خپل عواقب هم لري . دی وايي:«زما په نظر دغه غلط اقتصادي سياست ددې سبب کيږي، چي هغه په ډيرو هيوادو کي مثلاً ځوانه طبقه بيخي نااميده کوي، چي په نتيجه کي دوی عصبي او تشدد ته آماده کيږي .»

په رشوت کي هميشه دوې خواوي مطرح کيږي ، چه متقابلاً په پر له پسې ډول لنج زار ته ورلويږي . هغه کسان چه رشوت ورکوي ،او هغه کسان چي رشوت اخلي .

پيتر آيګن د رشوت خوړلو او ورکولو دغه ډول طرزالعمل د Transparency International په خکي کښيښوۍ ،او برياليتوب يې هم درلودۍ.

په 1999 کال کي جرمني او 34 نورو هيوادو د رشوت او اختلاس پر ضد يو تړون امضأ کۍ . او اوس کيدلی سي چي هغه شرکتونه چه په خارج کي هم رشوتونه ورکوي ،جزأ وويني . ټازه مثال يې د زيمينس شرکت دی ، چه احتمالأ يې5,1 مليارډه ايرو د رشوت او نورو مشکوکو هدفو دپاره ورکړي دي.

پيتر آيګن اوس د نوي جوړ سوي سازمان EITI مشر هم دی ، چي وظيفه يې خاصتاً د اومو موادو د صنعت په برخه کي د رشوت ورکولو پر ضد مبارزه ده . د پيتر آيګن او EITI سازمان دپاره د رشوت او اختلاس په مقابل کي اول قدم دادۍ ، چه د رشوت ورکونکو هيوادو نومونه واخيستل سي ، تر څو هغوی رسوا سي .دی ، دغه ستراتيژي د Name and Shame په نامه يادوي.

پيتر آيګن وايي چي د رشوت او اختلاس په مقابل کي په دغو هيوادو کښي يوازنۍ چاره داده چه هلته انتخابي حکومتونه جوړ سي.