1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روزگان والي له يو شمېر ستونزو څخه پرده پورته کړه

۱۳۹۰ دی ۲۷, سه‌شنبه

د روزګان چارواکي وايي چي د مرکزي دولت نه همکارۍ په دغه ولايت کي د بيا رغوني، روغتيا، ښووني او روزني، ملي پيوستون، بريښنا او مخابراتو په لار کي خورا ډيري ستونزي رامنځته کړي دي.

https://p.dw.com/p/13kgt
د روزگان والي محمد عمر شيرزاد
د روزگان والي محمد عمر شيرزادانځور: DW

د روزګان والي چي په کندهارکي ئې له خبريالانو سره خبري کولي وويل چي دا مهال د روزګان ولايت په ښار کي ٧٥ کورونه بريښنانه لري، په هيڅ ولسوالۍ کي ښځينه ډاکټره نسته او نه هم له کرونده ګرو سره د کوکنارو د نه کرلو په بدل کي داسي مرسته سوې ده چي دوى ئې يادونه وکړي.

«پنځه نوي سلنه سړکونه ويجاړدي، له مرکز او د هراوت ولسوالۍ څخه ماسوا نور ټول ولايت مخابراتي ستونزي لري.پريوه پنځوس بستريز روغتون باندي دوه کاله مخکي کار پيل سوى وو لاکن اوس په ټپه ولاړدئ، په معارف کي مسلکي ښوونکي نه لرو نو ځکه وايو چي د زده کړي کيفيت ډيرټيټ دئ او په روزګان کي داسي ډيري سيمي سته چي هلته د ملي پيوستون پروګروام نه دئ غزېدلى په داسي حال کي چي موږ سږ کال ورته بشپړچمتووالى نيولى وو.»

شيرزاد زياتوي په دغه ولايت کي پر نورو امنيتي ځواکونو سربيره ۱۴۰۰سيمه ييزپوليس په تشکيل کي ورکړل سوي دي چي د هغوى په مرسته او د نورو امنيتي ځواکونو په ملاتړ په دغه ولايت کي امنيتي وضعيت د تير يوه کال راهيسي د ډاډ وړدئ.

د روزګان والي وايي ولسواليوته ټولي غزېدلي لاري په امنيت کي دي او خلګ کولاى سي په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.

«د يوه کال راهيسي امنيت په روزګان کي ډير ښه سوى دئ، هغه سيمي چي ترمخه د وسلوالو مخالفينو په لاس کي وې اوس د ټولو کورنيو او باندنيو ځواکونو په همږغۍ د دولت لاس ته لويدلي دي.»

د شير زاد په وينا د يوه کال په دوران کي۷۰ کسه مخالفين د سولي له بهيرسره هم يوځاى سوي دي او نور داسي کسان هم سته چي په وينا ئې د دوى له خبرولو پرته خپلو کورونو ته راستانه سوي دي او عادي ژوند ئې پيل کړى دئ.

شيرزاد له مرکزي دولت او نړيوالو ځواکونو څخه هيله کوي چي که په خبره ئې دوى غواړي امنيت همداسي ټينګ پاته سي نو په دغه ولايت کي دي ددوى د يادوسوو ستونزو په حل کولو کي ورسره مرسته وکړي.

دى وايي روزګانيان هم حق لري چي د هيواد د نورو اوسيدونکو په ډول د شته امکاناتو څخه ګټه واخلي او يو ارام ژوند وکړي.

«خواهش مو له مرکزي دولت څخه دادى چي په دې اړه روزګان ولايت ته توجه وکړي.»

د روزګان والي محمدعمر شيرزاد، په داسي حال کي د يو شميرستونزو يادونه کوي چي تيره مياشت د کابينې يو شمير وزيران کندهار ته تللی ول او له خبريالانو سره په خبرو کي ئې ژمني کړي وې چي دوى په نوي لمريزکال کي د کندهار، هلمند، روزګان او زابل له پاره يو شمير هراړخيز پلانونه لري چي په خبره ئې د عملي کيدو په صورت کي به د يادو ولايتونو ډيرى ستونزي حل سي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل