1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې جنگي بېړۍ د ترکيې پر کښتۍ اخطاري فايرونه کړي

۱۳۹۴ آذر ۲۳, دوشنبه

په اژه درياب کي روسۍ جنگي بېړۍ د ترکيې پر يوې کښتۍ اخطاري فايرونه کړي. روسيه چي وايي په دې اقدام سره ئې د يوه جنگ مخنيوی کړی په مسکو کي ئې د ترکيې پوځي اتشه احضار کړی دئ.

https://p.dw.com/p/1HMp5
انځور: picture-alliance/dpa/A. Pavlishak

د روسيې د دفاع وزارت په اژه درياب کي د روسيې د «سمتليوی» جنگي بېړۍ له خوا پر يوې ترکۍ کښتۍ باندي د اخطاري فايرونو خبر ورکړی دئ.

د دغه راپور له مخي د روسيې جنگي بېړۍ هغه مهال پر يوې ترکۍ کښتۍ باندي فايرونه وکړل چي دوی ته ور نژدې سوې وه. د رويترز او اسوشېتد پرس خبري آژانسونو د راپورونو له مخي د ترکيې دا جنگي بېړۍ نه، بلکي يوه کب نيونکې کښتۍ وه.

د روسيې د دفاع وزارت اعلان کړی دئ چي د دوی جنگي بېړۍ و نه سوای کولای چي له ورنژدې کېدونکي کښتۍ سره ارتباط ونيسي او دغي کښتۍ و سيگنالي فايرونو ته غبرگون هم ونه ښود.

د روسيې په خبره، له هغه وروسته چي دغه کښتۍ د روسيې جنگي بېړۍ «سمتليوی» ته ۶۰۰ ميتره ور نژدې سوه او دوی اخطاري فايرونه ور باندي وکړل د ترکيې کښتۍ مجبوره سوه چي خپل مسير بدل کړي.

د دغي پيښي په اړه ورسيې په مسکو کي د ترکيې پوځي اتشه احضار کړ.

له هغه وروسته چي د سوريې او ترکيې د سرحد په هوا کي ترکيې د روسيې يوه جنگي الوتکه وويشتل د مسکو او انقرې ترمنځ اړيکي سختي زيانمني سوي دي.

د روسيې او ترکيې ترمنځ اړيکو تر خرابېدو وروسته ځينو هيوادونو، لکه امريکا متحدو ايالاتو تلاښ وکړ چي د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکي عادي کړي.

د امریکا جمهور رئيس بارک اوباما له دواړو هيوادونو وغوښتل چي خپل تمرکز له گډ دښمن «اسلامي دولت» (داعش) سره مبارزې ته کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب