1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې درسي سيستم له بحران سره مخامخ دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

د تيري ميلادي پيړۍ د نوي يمي لسيزي په نيمايي کي يو شمير اصلاحات تر لاس لاندي ونيول شول او ډير شيمر تعليمي موسسو خپل روزنيز نظام بدل کړ.

https://p.dw.com/p/14rWA
انځور: picture-alliance/dpa

هغو پوهنتونونو چي په نوي يمه لسيزه کي ئې د اقتصادي ستونزو له کبله خپل علاقمندان له لاسه ورکړي ول، کراره کراره د خلکو د پاملرني وړ وګرځيدل.

خو په دغو پوهنتونونو کي د شامليدو شرايط ورځ تر بلي ستونزمن کيدل، چي يو لامل ئې د شامليدو د کمېسيون له خوا د محصلانو څخه د بډو اخستل ول. حکومت د ۲۰۰۰ کال په لومړيو کي تصميم ونيو چي د کانکور امتحان لغوه کړي.

يوازينۍ دولتي ازموينه

په ۲۰۰۸ کال کي داسي يو قانون را ووتی چي د روسې د ټولو ۸۳ سيمو د يوولسم ټولگي څخه فارغ سوي زده کوونکي بايد د(يوازینۍ دولتي ازمويني په نامه) پوهنتون ته د شاميليدو ازموينه ورکړي.

په دې واحده ازموينه کي د ښوونځی ټول مهم مضامين لکه، روسي ژبه، ادبيات، رياضي، بهرنۍ ژبي او طبيعي علوم په پام کي نيول سوي دي.

هغه کسان چي د مسکو او سنکت پيتربورګ په پوهنتونونو کي د لوړو زده کړو پلويان وي بايد يوه بله اضافي ازموينه هم ورکړي.

د ادبياتو او اخلاق اصول تدريس

د روسيي په ښوونځيو کي تربيتي او روزنيز سيستم په ډير خراب حالت کي دئ چي ناوړه پايلي هم لري. دغه هيواد په نړۍ کي د ځوانانو د ځان وژنۍ تر ټول لوړه کچه لري. 

د بيلګي په توګه کي د پولينډ او روسيي تدريسي سيستم سره پرتله کړای شي، په پولينډ کي د ابتدايه ښوونځيو د ښوونکو تنخوا ګاني د ليسي د دورې د ښوونکو څخه لوړه ده. هغوی استدلال کوي چي په ابتدايه ښوونځی کي مسئله زده کوونکي ته د علم د انتقال پر سر نه ده، بلکي په لومړي سر کي بايد د دوی فکري مهارتونه تقويه شي، چي د دي کار له پاره تجربه لرونکو ښوونکو ته اړتيا ده.

په روسيه کي اوس هم کوښښ کيږي چي د فرمانونو په صادرولو سره وضعه تر کنترول لاندي راولي. په يو شيمر ښوونځيو کي د ديني کلتور او اخلاقي بنسټونو او سيکولار تر نامه لاندي يو مضمون تدريسيږي.

مور او پلار پخپله پريکړه کوي چي ماشوم ئې بايد څه زده کړي، عيسويت، اسلام او که بودايي قانون. يو شمير کارپوهان دغه مضامين بې فايدې بولي. د روسيې د تعليم او تربيي د اکاډمي څخه تاتيانا شرکوفسکايا وايي:

«څېړنو ښودلي ده چي ټول ميندي او پلرونه له دې مضامينو سره موافقه نه لري او ښوونکي هم لکه څرنګه چي پکار دي تيار نه دي»

د سرکوفسکايا په اند معنوي تربيت بايد په مختلفو مضامينو کي مدغم شي نه دا چي د يو ځانګړي مضمون په توګه تحميل شي. د ده په اند ښوونځي او مور و پلار بايد پخپله په دې برخه کي پريکړه وکړي.

صفي الله ابراهيم خيل/شمس الرحمان ناصر
کتونکی: نجيب الله زیارمل