1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې دښمن ډاکو عمروف څوک دی؟

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۱۵, یکشنبه

ډاکو عمروف هغه څوک دی چي تر ډېره ځايه د روسيې امنيتي ادارې له هغه څخه ډاريږي. هغه ويلي دي چي په سوچي کي به د ژمي د المپيک بازيو مخنيوی په ټولو وسايلو سره وکړي. هغه څوک دی او څه غواړي؟

https://p.dw.com/p/1AlUn
انځور: picture-alliance/dpa

د روسيې په تفريحي ښار سوچي کي د ژمي د المپيک بازيو له رانژدې کېدو سره د تروريستي بريدونو د ترسره کولو په برخه کي ډار هم ډېر سوی دی. په ولګاګراد ښار کي تر وروستيو تروريستي بريدونو وروسته چي نزدې ۳۴ کسان پکښي ووژل سول په روسيه کي بېره نوره هم ډېره سوې ده.

د روسيې لومړي درجه دښمن ډاکو عمروف د ۲۰۱۳ مېلادي کال په جولای مياشت کي په یوه ويديويي پيغام کي اعلان وکړ چي په سوچي ښار کي به د ۲۰۱۴ کال د ژمي د المپيک لوبي ګډي وډي کړي.

د ډاکو عمروف دغه اعلان د روسيې امنيتي ادارو ډېر جدي نيولی دی، ځکه چي په خبره يې د چيچنيا د تروريستانو د دغه مشر خبره ډېر وزن لري.

د «انسبروک» پوهنتون د سياسي علومو پروفيسر ګرهارد مانګوت دويچه ويله ته وويل: «که چيري عمرف يوه خبره وکړي، لکه يونيم کال دمخه چي يې ويلي ول چي نور به پر ملکي هدفونو باندي بريدونه نه کوي، اکثره تروريستي ډلي د هغه وړانديز مني. اوس کله چي څو مياشتي دمخه هغه د المپيک لوبو د ګډوډولو اعلان کړی او ويلي يې دي چي په دې برخه کي به پر ملکي هدفونو باندي هم بريدونه وکړي هم د هغه خبره منل کيږي.»

عمروف چي غالباً د «روسيې بن لادن» نومول کيږي په ځانګړې توګه له ۲۰۰۹څخه تر ۲۰۱۱ کاله پوري د تروريستي بريدونو په ترسره کولو سره يې خپل ځان ته پاملرنه جلب کړه. هغه د ۲۰۱۰ کال په مارچ مياشت کي د مسکو په «ميترو» او ۲۰۱۱ کال په جنورۍ مياشت کي د مسکو په دماديدوا هوايي ډکر کي د بريدونو مسووليت پرغاړه واخيست. په دغو بريدونو کي تر ۷۰ تنو زيات کسان ووژل سول.

د ولګاګراد په يوه سرويس موټر کي ځانمرګی بريد ۱۴ کسان ووژل
انځور: Reuters

ډاکو عمروف د ۲۰۱۲ کال په فيبرورۍ مياشت کي د ترروريستي بريدونو د نه ترسره کولو لارښوونه وکړه، خو په جولای مياشت کي يې هغه ځکه تېروتنه وبلله چي کرملين د هغه دغه اقدام «ښه نيت نه، بلکي کمزوري» وباله.

تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چي د تروريستانو دغه مشر د ولګاګراد بريدونه هم تر سره کړي دي که نه.

د عمروف هدف څه دی؟

ډاکو عمروف په قفقاز کي د يوه خپلواک اسلامي دولت جوړولو په خاطر خپل هدف ته د رسېدو له پاره د ترهګرۍ د هيڅ ډول عمل له ترسره کولو څخه مخ نه اړوي. دغي موخي ته د رسېدو له پاره هغه غواړي چي پر روسيې باندي په ټولو وسايلو سره بريدونه تر سره کړي.

پروفيسر مانګوت وايي: «په تيره اکتوبر مياشت کي هغه خپل ځان «د قفقاز د امارت امير» ياد کړ. له هغه وخته عمروف د «قفقاز د اسلامي مقاومت» پوځي او ايديالوژيک مشر بلل کيږي او هغه اوس په ټول قفقاز کي يوه سمبوليکه څېره ګرځېدلې ده.»

عمروف څوک دی او ولي داسي سو؟

د روسيې د دغه سرسخت دښمن د کوچنيوالي په اړه ډېر لږ معلومات سته. عمرف د ۱۹۶۴کال د اپريل مياشتي پر ۱۳ نېټه د چيچنيا په جنوب کي د «چارسنوی» په کلي کي زېږېدلی دی. ويل کيږي چي هغه په يوه روښانفکره کورنۍ پوري اړه لري. هغه د چيچنيا پلازمېني ګروزني د دولتي پوهنتون د «نفتو په انستيتوت» کي د انجنيرۍ په برخه کي زده کړي کړي دي.

ويل کيږي چي عمروف د خپلي کورنۍ له يوه لېري غړي سره اړيکي لرلې چي له جنګسالارۍ سره يې پيوند لاره. هغه نظامي روزنه تر لاسه کړې ده او د چيچنيا په لومړي جنګ کي د روسيې پرضد جنګېدلی دی. عمرف په ۲۰۰۶ کال کي د چيچنيا د مقاومت مشري پرغاړه واخيسته.

د کارپوهانو په خبره عمروف د اوربند په يونيم کلنه موده کي له ياده ووتی. د روسيې حکومت به هر وخت ويل چي هغه وژل سوی دی. څارونکي وايي چي عمروف کېدای سي اوس دې نتيجې ته رسېدلی وي چي تر دغه اوربند وروسته د اسلامي مقاومت پياوړی مشر ځان وښيي.