1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسيې د مخکښ قشر پر ضد نوي بنديزونه وضع شول

۱۳۹۷ فروردین ۱۸, شنبه

دا به ښايي د متحده آيالاتو له خوا د روسيې د مخکښ قشر پر ضد تر ټولو سخت ګوزار وي. د امريکا د ماليې وزارت داسې يو لست خپور کړی دی چې له مخې يې پر ډېرو کسانو باندې بنديزونه وضع کيږي.

https://p.dw.com/p/2vdlN
Symbolbild USA Russland Konflikt
انځور: Imago

په لست کې ۲۶ نومونه راغلي دي، چې ۲۴ تنه ورڅخه روسي اتباع دي. سربېره پر دې شاوخوا ۲۴ داسې شرکتونه هم په دغه لست کې درج شوي دي چې دغو خلکو ته نژدې بلل کيږي. نوي بنديزونه وروسته له هغه پلي شول چې د متحده آيالاتو حکومت د جنورۍ مياشتې په پای کې د «کريملين راپور» په نوم يو سند خپور کړی و چې پکې د روسيې د مخکښه يا نخبه قشر ۲۱۰ نومونه راغلي ول. حکومت په دې ترتيب د بنديزونو د يوه قانون مقررات عملي کړل چې د متحده آيالاتو کانګرېس هغه د ۲۰۱۷ کال په دوبي کې تصويب کړي ول. ځينې دغه نومونه چې د اړونده روسانو پر ضد يې اوس بنديزونه لګيدلي دي، د «کريملين په راپور» کې هم له مخه درج شوي ول.
 

د «المونيمو پاچا» اصلي هدف ګرځېدلی

د امريکايي بنديزونو اصلي هدف اولېګ دريپاسکا دی. دغه ۵۰ کلن مليارډر يو تر ټولو وروستی قدرتمن کس بلل کيږي چې د روسيې د لومړي ولسمشر، بوريس يلڅين، په وخت کې يې لا له کريملين سره نژدې ارتباطات لرل. د فوربس د مجلې روسي بڼه داسې اټکل کوي چې هغه به د ۵،۱ مليارډو امريکايي ډالرو په مقدار شتمني ولري. د متحده آيالاتو د بنديزونو په لست کې نه يوازې د هغه نوم راغلی دی، بلکې په بېلابېلو برخو کې د هغه شرکتونه هم ياد شوي دي، لکه د فولادو په صنعت، د ماشينونو او موټرو د جوړولو او د زراعت په برخه کې. دريپاسکا د روسيې په رسنيو کې د «المونيمو پاچا» بلل کيږي ځکه چې شرکتونه يې په دې ډګر کې په نړۍ کې مخکښه ول. د هغه نوم د دونالد ترمپ د ټيم له خوا په ولسمشريزو انتخاباتو کې له روسيې سره د شکمنو اړيکو په لړ کې هم ياديږي. دريپاسکا البته ټولې دغسې آوازې په رسنيو کې رد کړې دي. په روسيه کې دغه سوداګر د بهرني سياست له يوه مسئول سره د کتنې له کبله په سرټکو کې ياد شوی و. داسې اټکل شوی دی چې د دريپاسکا په يوه کښتۍ کې د ليدنې پر مهال ښايي د روسيې او امريکې تر منځ د روابطو په هکله هم خبرې شوې وي.
اوسني او پخواني قدرت لرونکي

Oleg Deripaska
د المونيمو پاچا، اولېګ دريپاسکاانځور: picture-alliance/AP/A. Zemlianichenko

د دريپاسکا تر څنګ نور سوداګر هم په لست کې راغلي دي، لکه ويکتور وېکسلبېرګ چې د نفتو يو پخوانی تجار دی، څوک چې د ۲۰۱۵ کال په پيل کې د اټکل له مخې د ۱۴ مليارډو امريکايي ډالرو په لرلو سره د رسنيو له خوا تر ټولو شتمن روسی بلل شوی دی. په دې ترڅ کې اوس وېکسلېرګ په لسو تر ټولو شمتنو کسانو کې شمېرل کيږي. د بنديزونو په لست کې اندرې کوستين هم راځي، چې د روسيې د دولتي او دويم لوی «وي تي بي» نومي بانک مشر دی. کوستين په دې آواخرو کې وارخطا معلومېده چې په خارج کې يې په استثنايي سختو ټکو د مسکو او واشنګټن تر منځ له ترينګلتيا څخه خبرداری ورکاوه، که د ده په خبره نوي بنديزونه وضع شي. د انرژۍ دولتي شرکت، ګازپروم هم د بنديزونو د لارې دوه وارې اغېزمن شوی دی. د بنديزونو په لست کې يې مشر، الېکسي ميلر، هم راغلی او د ګازپروم د بانک د مشرتابه هئيت رئيس، اندريې اکيموف هم ياد شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د ګازپروم بانک د روسيې دريم ستر بانک دی.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (20.02.2018):