1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

د روسي واکسین د بالقوه ګواښونو په اړه د کارپوهانو خبرداری

۱۳۹۹ مرداد ۲۲, چهارشنبه

روسیي د انساني واکسین د تولید له پاره معمول بهیر په نه پام کې نیولو سره، په پراخه کچه د روسي ساخت کرونا واکسین د استفادې جواز ورکړی. د کارپوهانو پر شدیدو انتقادونو سربیره یو شمیر هیوادونه د دې واکسین پیرلو ته لیواله دي.

https://p.dw.com/p/3gqkM
Coronavirus Impfstoff Symbolbild
انځور: picture alliance/dpa

په هغه سیالۍ کې چې د کرونا د لومړي واکسین د جوړولو په برخه کې روانه ده، روسیه وایي د دې هیواد جوړ واکسین تائید شوی او په پراخه پيمانه به ترې کار واخیستل شي.

د دې خبر اعلان په نړیواله کچه د خوشحالۍ پر ځای، له پراخو انتقادونو سره مخ شوی دی.

 د دې له پاره چې روسی واکسین په بشپړ ډول له ازمایشي پړاونو نه دی تیر شوی، نو کار پوهان یي پر اغیزمنتوب او ډاډمتوب شک لري او دا د هغو کسانو له پاره «بالقوه ګواښ» ګڼي چې له دې واکسین څخه استفاده کوي.

نړیوال روغتیایي سازمان هم د دې واکسین په اړه محتاطانه غبرګون ښودلی دی. د نوموړي سازمان سیمه ایز دفتر ټینګار کړی دی چې د یوه واکسین په اړه تحقیقات باید په خپل هر توسعیه وي پړاو کې له ثابت شویو عملي تګلارو سره متناسب وي، څو ډاډ ترلاسه کړای شي چې دغه واکسین اغیزمن او د باور وړ دی.

د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هیواد ساخت «Sputnik 5» واکسین په پراخه پيمانه د استفادې جواز ترلاسه کړی دی.

دغه جواز د دریم فاز د مطالعاتو د پایلو تر مشخص کیدو مخکي صادر شوی دی چې د نړیوالو معمول ستندردونو سره په ټکر کې دی. په دې پړاو کې د واکسین اغیزمنتوب او جانبي عوارض په بنسټیز ډول ارزول کیږي.

د هیوستون پوهنتون استاد پتر هوتز، د نیچر تخصصي مجلې ته وویل که روسان تیروتنه وکړي، د کرونا ویروس د مهارولو له پاره به د نړيوالې ټولنې ټولې هڅې ممکن کمزورې کړي.

د لندن له کالج څخه فرانکویس بالوکس له داسې یوه واکسین سره چې په کافي اندازه نه دی ازمایل شوی په پراخه پيمانه د خلکو واکسینول «غیر اخلاقي» بللی دی.

په امریکا کې د عفوني ناروغیو مشر کارپوه انتوني فائوچي ویلي دي: «د یوه واکسین درلودل او د هغې اغیزمنتون او ډاډمنتوب دوه متفاومت مسئلې دي. که په دې هڅه کې اوسو چې یو شمیر خلکو ته زیان ورسوو او یا هغوي ته داسې واکسین تطبیق کړو چې لازمه ګټه ونه لري، نو کولی شو دا کار له راتلونکي اونۍ څخه ترسره کړو. خو دا میتود عملي نه دی.»

واکسین پیرلو ته لیوالتیا

پر دې ټولو نیوکو سربیره یو شمیر هیوادونه د هغو له جملې څخه برازیل له روسیي سره د همکاریو د یوه تړون په لاس لیک کولو سره اراده لري د روسي ساخت کرونا واکسین په برازیل کې تولید او استفاده ترې وکړي.

Russland Moskau Wladimir Putin Coronavirus
ولادیمیر پوتین په دولتي تلویزون کې په روسیه کې د نوي کرونا ویروس ضد واکسین د جوړیدو اعلان وکړ.انځور: Getty Images/A. Druzhinin

د روسیې د پانګونې صندوق مشر کریل دمیتریف ویلي دي چې پر برازیل سربیره فليپین او متحده عربي امارات هم د  «Sputnik5»واکسین تولید ته لیواله دي.

د هغه په خبره د اسرائیل په څیر یو شمیر هیوادونو هم د دې واکسین په دریم تحقیقاتي پړاو کې ګډون ته تیاری ښودلی دی. د اسرائیل د روغتیا وزیر د سه شنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۱۱ نیټه) ویلي وو د یوه نوي واکسین په اړه خبرې د ترسره کیدو په حال کې دي.

د کرونا دغه روسي واکسین په مسکو کې د اپیدمیولوژي او میکروبیولوژي څیړیزې دولتي ادارې «ګاماليا» جوړ کړی دی چې یوازې پر ډیر لږ شمیر کسانو آزمایل شوی دی.

لومړني کسان چې ټاکل شوې ده سر له همدا اوسه به دغه واکسین ترلاسه کړي، روسي روغتیاي کادرونه او ښوونکي دي. په عین وخت کې ټاکل شوې ده د زرګونو کسانو په واکسین کولو سره به، د دې واکسین په اړه تحقیقات دریم فاز یا پړاو ته ورداخل شي.

د دې واکسین نوم د پخواني شوروي اتحاد د لومړنۍ سپوږمکۍ یاد تازه کوي چې په ۱۹۵۷م کال کې د امریکا متحده ایالاتو له سپوږمکیو څخه مخکې فضاء ته استول شوې وه.

د دې واکسین د بریالیتوب په هکله د روسیي د ولسمشر تر خبرو وروسته د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ هم د امریکایانو په مخاطب کولو سره دې واکسین ته د لاسرسي په برخه کې د خپل هیواد د چټکو پرمختګونو خبر ورکړ او ويې ویل چې دا واکسین به د جواز له تر لاسه کولو وروسته په ډیرې چټکۍ سره په لویه پیمانه تولید شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د فهرست پر اساس، په اوس وخت کې د کرونا شپږ واکسینونه د دریم ازمایشې فاز یا پړاو څخه د تیریدو په حال کې دي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز