1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې پر ضد نوي بندیزونه وخت ته اړتیا لري

عبدالباري حکيم / آژانسونه۱۳۹۳ شهریور ۹, یکشنبه

د اروپا اتحادېه د روسیې پر ضد د نویو بندیزونو د لگولو لپاره تیاری نیسی. د یوې اونۍ په موده کې د اروپا اتحادیه باید په دې هکله وړاندیزونه چمتو کړي.

https://p.dw.com/p/1D4Gs
انځور: picture-alliance/dpa

د اروپا د اتحادیې د شنبې د ورځي (د اګست ۳۰مه) سرمشریزه کې د اوکراین د کړکیچ پر سر له روسېې سره لانجه نوره هم بد ورگې شوه. په ياد سرمشریزه کې د روسیې پر ضد په نوو بندیزونو خبرې وشوې. له ماسکو سره دغه نوې لانجه وروسته له هغې تنده شوه چې د اوکرایین حکومت وویل چې د هغه د هیواد په خاوره کې د روسیې د وسلوالو ځواکونو حضور لیدل شوی دی.

مرکل: «پوځي حل ممکن نه دی.»

د اروپا د اتحادیی د سرمشریزې رئیس، هیرمن فان رومپای په بروکسل کې وویل: « د اروپا د اتحاديې دولتي او حکومتي مشران د «اوکرایین په خاوره کې د روسي وسلوالو ټولگیو د شتون په هکله سخته اندیښنه لري.» رومپای زیاته کړه چې د دغه تحول په پام کې نیولو سره د اروپا اتحادیه چمتو ده چې په دې لاره کې « مهمونه قدمونه» اوچت کړي. فان رومپای نن سهار وختې د دغو اقداماتو په هکله چې څه دي، معلومات ور نه کړل.

خو د اروپا د اتحادېې له نوموړې سرمشریزې څخه وروسته د آلمان صدراعظمې انگلا مرکل په دغې موضوع کې نسبتا څرگندې یادونې وکړې. مرکل وویل چې د روسيې پر ضد مالي بندیزونه او دغه راز د انرژۍ د سکتور په برخه کې تحریمات په پام کې دي. د آلمان صدراعظمې یادونه وکړه چې دغه راز په پلان کې دي تر څو د «دونباس» په سیمه کې ( د اوکرایین ختیځ) د روسیی پلوو قوتونو نومونه د بندیز په لست کی شامل کړای شي، څرنگه چې د کریمیا د نیمه ټاپو د سیمې چې روسېې خپلې خاورې پوري وتړله، د روسي پلوو قوتونو پرضد بندیزونه لگول شوي دي.

«د تاوتریخوالي نوی پړاو»

د آلمان صدراعظمې وویل چې د اروپا د اتحادېې له دولتي او حکومتي مشرانو څخه هیڅ یو یې هم په دې هکله شک نه لري چې د اوکرایین پولې ته نژدې په سرحدي سیمه کې د روسیې پوځي فعالیتونه صورت مومي: «دا د تاوتریخوالي یو نوی پړاو دی او مونږ په دې هکله باید بحث او خبرې وکړو.» مرکل وویل : « که چیرې په دغه وضعیت کې بدلون را نه شي، نور بندیزونه به ولگول شي.»


له دې ډول یادونې سره داسې ښکاري چې د ماسکو لپاره یو وروستی ضرب الاجل وټاکل شو ترڅو د ډيرو سختو بندیزونو څخه ځان وژغوري. د اروپا اتحادېې له دې مخکې هم د روسیې پر ضد یو لړ بندیزونه لگولي دي. د نورو بندیزونو سربیره د جولای په پای کې د اروپا د اتحادېې په مالي بازارونو کې د روسي بانکونو پر مخ لاره وتړله شوه او دغه راز روسیې ته د لوړ تخنیک صادرات بند کړای شول. د انگلا مرکل د وینا له مخې اوکرایین ته به وسلې ونه استولې شي. د آلمان صدراعظمې وویل: «د اوکرایین په ختیځ کې شخړه یواځې له سیاسي لارې حل کیدای شي، نه له پوځي لارې.»


د امریکا متحده ایالاتو د روسیې پر ضد د اروپا د اتحادېې د نویو بندیزونو لپاره له چمتوالي څخه هرکلی وکړ. په واشنگتن کې د ولسمشرۍ د دفتر یوې ویاندې وویل چې د متحده ایالاتو حکومت به د اروپا د اتحادیې سره د نویو تعزیراتو په هکله سلا مشورې وکړي.