1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې پر یو پخواني «ډبل جاسوس» د زهرو حمله چا کړې؟

۱۳۹۶ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

د بریتانیا صدراعظمه وايي چې د روسیې پر یو پخواني اجنت او د هغه پر لور حمله کې « په قوي احتمال» روسیه لاس ولري. امریکا وايي د پیښې عاملین باید له «جدي عواقبو» سره مخامخ کړل شي. روسیې دا ادعا د «خندا وړ» گڼلې ده

https://p.dw.com/p/2uEOY
England Theresa May Salisbury incident
انځور: picture-alliance/dpa/empics/PA Wire

د بریتانیا صدراعظمې تریزا مې پرون دوشنبه ( ۲۰۱۸ کال د مارچ ۱۱ مه) د خپل هیواد پارلمان ته وویل چې «ډير زیات احتمال» لري چې د بریتانیا په جنوبي ښار «سلیسبري» کې د روسيې د پخواني «دبل اجنت» سرگي سکریپال او د هغه پر لور د زهري موادو حمله د روسیې کار وي. مې یادونه وکړه، که چیري ثابته شي چې مسکو په مستقیمه توگه د دغې حملې امر ورکړی دی، نو د بریتانیا حکومت به دا حمله په خپله خاوره کې «په غیرقانوني توگه له قوې څخه کار اخیستل وگڼي.»

هغه څه چې دبریتانیا صدرعظمې وویل:

  • د روسیې حکومت یا د دغې حملې امر ورکړی او یا په روسیه کې پر تولید شوو کیمیاوي موادو «نويچوک» چې په دې حملې کې ترې کار اخیستل شوی، پوځي کنترول له لاسه ورکړی دی.

  • مې وویل چې مسکو تر سه شنبې ماښامه پوري وخت لري چې د خپلو دغو کیمیاوي موادو پروگرام د کیمیاوي وسلو د منع سازمان «OPCW» ته روښانه کړي چې هغه څه ډول دی.

  • د بریتانیا حکومت په لندن کې د روسیې سفیر احضار کړ چې دا روښانه کړي چې آیا مسکو د دې حملې مستقیم مسئولیت پر غاړه لري که نه!

  • که چیري د سه شنبې د ماښام تر پایه «یو د باور وړ ځواب» تر لاسه نه شي، د بریتانیا حکومت به له خپل پارلمان سره د یوغچ اخیستونکي اقدام په هکله بحث وکړي.

  • بریتانیا نه شي کولای چې له روسیې سره په دې ډول عادي اړیکې ولري. د بریتانیا صدراعظمې وویل: « موږ دغه له شرمه ډکه هڅه زغملای نه شوو چې زموږ په هیواد کې بیگناه ولسي خلک په قتل ورسیږي.» هغې زیاته کړه. «په دې ډول موږ له روسیې سره عادي راشه درشه نه شو کولای.

England Giftanschlag gegen Sergej Skripa
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/A. Matthews

د دې پيښي پر وړاندي نور غبرگونونه

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، ریکس تیلرسن وویل: «موږ د بریتانیا پر څیړنې او ارزونې بشپړ باور لرو چې روسیه احتمالا د اعصابو د دغو زهري موادو د حملې چې تیره اونۍ په سلیسبري کې شوې ده، مسئولیت پر غاړه لري. تیلرسن یادونه وکړه: « موږ موافق یو چې د دې حملې مسولین، که هغه خپله حمله کونکي دي او که د حملې امر ورکونکي، دواړه له جدي عواقب سره مخامخ کړای شي.» د امريکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې: «داسې ښکاري چې دا مواد واضحا له روسیې څخه وي. دا چې د روسیې حکومت له دې څخه خبر ؤ او که نه، تر دغې شیبې پورې سړی څه ویلای نه شي.»

د ناتو عمومي منشي، ینز ستولتنبرگ دغه د پوځي اهدافو له پاره کیمیاوي عصبي موادو « ډيره وویرونکي او د نه منلو وړ» کار بللی دی.  هغه زیاته کړه. «د ناتو له پاره دا پيښه د اندیښنې وړ ده.»

د روسیې غبرگون

د روسیې د خبري آژانس د یو رپوټ له مخې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، ماریا زخاروا د بریتانیا د صدراعظمې وینا «لمسونکی» وگڼله.  هغې وویل: «د بریتانیا په پارلمان کې دا د یو سرکس نندارې ته ورته غونډه وه.» د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې وینا پاڼه کې دا هم ویل شوي دي چې د بریتانیا میدیا او سیاستوال د زهرو له دغې حملې څخه په استفادې سره غواړي چې د ۲۰۱۸ کال د فوتبال د نړیوالو لوبو چې په روسیه کې تر سره کیږي، مسکو بې اعبتاره کړي. په وینا پاڼه کې وړاندي ویل شوي دي: « بریتانیا دا زغملای نه شي چې روسیې په یوې رښتینې سیالې کې د ۲۰۱۸م کال د فوتبال د نړویال جام کوربه توب ویاړ تر لاسه کړ.»

د روسیې پخوانی ډبل اجنت څوک ؤ؟

۶۶ کلن سرگي سکریپال او د هغه ۳۳ کلنه لور یولیا د بریتانیا په جنوبي ښار سلیسبري کې د مارچ ميشاتي پر څلورمه په یوه اوږده څوکۍ کې پراته وموندل شول. دغه دواړه چې بې هوښه ول، ډير ژر روغتون ته ولیږدول شول.  هغوی دواړو کړکیچن خو ثابت روغتیايي وضعیت درلود. هغو زهري موادو چې دغه دواړه یې بیهوښه کړي ؤ، هغه يو پولیس هم اغیزمن کړی چې هغوی یې وموندل. دغه پولیس  که څه هم په هوښ کې دی، خو روغتیايی وضعیت کړکیچن دی.

سکریپال د روسیې د پوځي استخباراتو، GRU، یو پخوانی ډگروال ؤ، خو هغه په دې تورن شوو چې د بریتانیا بهرني استخباراتي سازمان، MI6 ته یې د روسي اجنټانو په هکله معلومات ورکړي دي. هغه په ۲۰۱۰م کال کې د مسکو او لندن ترمنځ د اجنتانو د معاوضې  د یوې معاملې د یوې برخې په توگه بریتانیا ته ورسيد.