1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د روغتيا نړيوال سازمان: ښځي تر نارينه وو اوږد عمر لري

۱۳۹۸ فروردین ۱۶, جمعه

د روغتيا نړيوال سازمان په خبره، په ټوله نړۍ کي ښځي تر نارينه وو اوږد عمر لري. دليل ئې د خوراک څرنگوالی او له طبی امکاناتو استفاده ښوول سوی ده.

https://p.dw.com/p/3GMSf
Symbolbild Essen am Abend
انځور: Colourbox

د روغتيا نړيوال سازمان د پنجشنبې په ورځ په ژنيو کي اعلان وکړ چي په متوسطه توگه هغه نجوني چي په ۲۰۱۹م کال کي زېږېدلي دي د هغو هلکانو په پرتله چي په دغه کال کي زېږېدلي دي ۴،۴ کاله به ډېر عمر ولري.

دغه آمار د روغتيا نړيوالي ورځي په وياړ چي د اپريل مياشتي پر ۷ نېټه ده، خپاره سوي دي.

دغه سازمان ويلي دي چي د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په اوسط ډول د ټولو انسانانو عمر له ۶۶،۵ څخه ۷۲ کالو ته رسېدلی دی او په دې سره ۵،۵ کلونه ډير سوی دی.

د عمر د ډيريدو يو دليل دا بلل سوی دی چي په ډيرو هيوادونو کي طبي امکاناتو ته لاسرسی ښه سوی دی. د روغتيا نړيوال سازمان د راپور له مخي په اوسط ډول هغه نجوني چي په ۲۰۱۹م کال کي زېږېدلي دي ۷۴،۲ او هلکان به ۶۹،۸ کاله عمر ولري.

د دغه سازمان په خبره د ښځو عمر د زياتېدو دليل طبيعي او ټولنيز عوامل دي. په دې سره نو ښځي په اغلب گومان خپلي روغتيا ته تر نارينه وو ډير پام کوي او د بېلگې په توگه تر حد زيات الکولي مشروباتو کارولو څخه پرهيز کوي. پر دې سربيره ښځي تر نارينه وو زيات له طبي مرستو څخه کټه اخلي.

د ياد سازمان په خبره د هغو نارينه وو شمېر تر ښځو زيات دی چي په غيرطبيعي توگه مري. د بېلگې په توگه ځان وژنه په نارينه وو کي تر ښځو په سلو کي ۷۵ سلنه زياته ده.

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخي تر پنځلس کلنۍ وروسته په ترافيکي پيښو کي د نارينه وو د مړيني سلنه تر ښځو دوه برابره زیاته ده.

me/af/N.Z (epd)

زموږ له ارشيف څخه: