1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د روغتیا په برخه کي څو مهمي لارښوني

۱۳۹۷ خرداد ۹, چهارشنبه

آیا تاسې پوهيږئ چې د آرايش په سالون کې د نوکانو جوړول د سرطان خطر ډيروي؟ او يا دا چې کم خوبي مو په ژور خفگان اخته کوي. دا او نور داسې لنډ خبرونه او روغتيايي لارښونې دلته لوستلائ شئ.

https://p.dw.com/p/2ybhc
Nagelstudio - Nägel trocknen
انځور: picture-alliance/Chomorange/A. Gravante

کم خوبي مو پر بدن څه اغيز کوي؟

آیا تاسې زياتره وخت تر اوو ساعتو کم خوب کوئ، ځکه فکر کوئ چې دا به کافي وي؟ نه! دا کافي نه دی. هغه خلک چې تر اوو ساعتو لږ خوب کوي، تر۷۰ سلنه زيات يې رواني ستونزي لري، خلق یې تنگ وي او مزاج یې ښه نه وي. دغه کسان همدا راز د نااميدۍ، ويرې او وار خطايي ښکار کيږي.

دا معلومات د جيورجيا پوهنتون څيړونکو ورکړي دي چې په امریکا متحدو ايالاتو کې یې تر۲۰ زرو زيات کسان معاينه کړي او د خوب په اړه یې پوښتلي دي.

کارپوهان له دې کبله توصيه کوي چې د اوو او نهو ساعتو ترمنځ خوب بايد وکړل شي.

Schlaflosigkeit Schlaf Wecker Symbolbild
خوب د انسان د روغتيا له پاره ډير مهم دیانځور: Gina Sanders - Fotolia.com

په آرايش گاه کې د نوکانو جوړول د سرطان خطر زياتوي

تل دا توصيه کيږي چې سړی بايد په دوبي کې د لمر له تيزو وړانگو ځان وساتي او د لمر کريم وکاروي ځکه دا خبره ډيره مشهوره ده چې د لمر تیزې Ultraviolet يا ماوراي بنفشي وړانگې چې برقي مقناطيسي شعاوې دي، د پوست د سرطان لامل کيږي. خو ځيني خلک نه يوازي د سمندر پر غاړه او يا په نورو ځايونو کې له دغو شعاو سره مخامخ کيږي، بلکې د نوکانو د جوړولو په سالونو کې هم.

په دې سالونو کې هغه څراغونه چې د نوکانو د رنگ وچولو او کلکولو له پاره ترينه استعفاده کيږي، هم Ultraviolet شعاوې خارجوي او د لاسونو د پوست د سرطان خطر لوړوي.

خو پر دې موضوع د امريکن سکن فاونډيشن او امريکا د پوست د ناروغيو اکادمي سره ويشل شوي دي. دوی خلکو ته د نوکانو د جوړولو د مخه د لمر د کريمو څخه د استعفادې توصيه کوي څو د سرطان خطر راکم کړل شي.

آيا مستې التهاب له منځه وړلای شي؟

د وسکونسن ماديسون پوهنتون کارپوهان په دې نظر دي چې د مستو خوړل د التهاب په درملنه کې مرسته کولای شي. د دوی څيړنو ښوولې چې د ورځې يوه پياله مستې خوړل په بدن کې التهاب ډير راټيټوي. دوی وايي چې مستې د کولمو د ديوالونو قوت زياتوي او دا د دې سبب کيږي چې د باکترياو زهرجن مواد چې التهاب رامنځته کوي، د بدن نورو برخو کې ونه رسيږي. التهاب په ډيرو ناروغيو د مثال په توگه د بندونو درد، د پوست ناروغيو، شکرې او خوار مغزۍ کې ډير نقش لري.

مستې نه يوازې التهاب کموي، بلکې د هاضمې له سستم سره هم مرسته کوي او هډوکي او غاښونه قوي کوي.

Joggerin
انځور: Colourbox/Click Images/Jean Vaillancourt

څرنگه مو فشار په طبيعې توگه ټيټولای شئ

ډير کسان له لوړ فشاره کړيږي چې دليلونه یې مختلف وي. د مثال په توگه چاغښت، د ډيري مالگې خوړل يا د الکهولو څښل او يا د سگريټو څکول دي. دوی زياتره وخت د ډاکتر له خوا توصيه شوي درمل خوري خو د فشار د راټيټولو له پاره تر ټولو مهم شی له ياده باسي چې هغه سپورټ يا ورزش دی.

د مثال په توگه پلي تگ، منډه، لامبو او يا بايسکل چلول د وينې د فشار د راټيټولو تر ټولو غوره لاري دي. ډاکتران وايي چې په اوونۍ کې درې ځلې لږ تر لږه نيم ساعت سپورت د فشار په راټيټولو کې ډيره مرسته کوي.

سربيره پر دې د فشار مريضان بايد د مالگې استعمال کم کړي او د دې پر ځای تازه گشنيز، نعنا، شبد او نور سابه وخوري. خو د نوي ورزش او يا سپورت تر پيلولو د مخه مريضان بايد يو ځل له خپل ډاکتر سره مشوره وکړي.

Larissa Warneck (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: