1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روندا په قتل عام تورن يو تن په جرمني کي محاکمه کیږي

۱۳۸۹ دی ۲۹, چهارشنبه

په ۱۹۹۴ کال کي په دغه افريقايي هيواد کي د سلو ورځو په جريان کي د نيم څخه تر يو مليون پوري انسانان ووژل سول.

https://p.dw.com/p/QtPJ
پر ده باندي تور دی چي کيداي سي چي د 3732 انسانانو په وژنه کي لاس ولري.
پر ده باندي تور دی چي کيداي سي چي د 3732 انسانانو په وژنه کي لاس ولري.انځور: picture alliance/dpa

اونسفور چي بشپړ نوم يې تر اوس پټ ساتل سوی د ۲۰۰۲ ميلادي کال راپه دې خوا په المان کي ژوند کوي او تيرکال په فرانکفورت کي و نيول سو.

دغه سړی د روندا په شمال ختيځ کي ښاروال و. پر ده باندي تور دي چي په ۱۹۹۴ کال کي يې د څلورو ډله ايزو وژونو امر ورکړی چي په هغه کي په زرهاوو انسانان وژلي سوي دي.

پر ده باندي تور دی چي کيداي سي چي د 3732 انسانانو په وژنه کي لاس ولري.

دا ټوليزه وژنه د مرکزي افريقا په يوه کوچني هيواد روانډا کي هغه وخت رامنځته سوه چي د کورنۍ جګړې پر مهال خلک د « هوټو » په نامه د يوې مذهبي فرقې څخه په تيښته کي ول.

د ولسي جرمونو د جزايي قانون د مسلکي څانګي مشر څارنوال توماس بيک د سه شنبې په ورځ وويل:« هغه ټول وژنه چي په دې هيواد کي وسوه د اټکلونو له مخه د نيم څخه تر يو مليونه پوري انسان د لويو چړو په وسيله په ډيره بې رحمۍ سره ووژل سول.»

د هغه په خبره دغه ټول وژنه د سلو ورځو په شاوخوا کي تر سره سوه.

کيداي سي چي ددې جرم يو ترسره کونکی اونيسفوروي. څارنوالۍ په خپل صورت دعوا کي روښانه کړې چي څنګه دې 53 پنځوس کلن پخواني ښاروال عسکر او عادي وګړي د يو بل پر ضد راپارولي ول.

په اونيسفور د ډله ايزه وژنو تورونه لګول کيږي، چي يوه يې په 1994 ميلادي کال کي ترسره سوې ول. په دې کي د دعوي په اساس ويل سوي چي، د کورنيو هغه نارينه غړي، چي په يوه کليسا کي يې پناه اخيستې وه، د کليسا را ايستل کيږي او بيا دغشو په ويشتلو سره وژل کيږي.

او دغه راز ويل کیږي، چي بيا په لاسي بمونو او ماشين دارو سره په کليسا کي ښځي او ماشومان هم وژل کيږي.

د څارنوال بيک په اند دا يوه ډيره پيچلې او مشکله محاکمه ده ځکه چي په لومړي ځل په المان کي د روانډا د وحشيانه پيښو په اړه يوه محاکمه جوړيږي.

« تورن کس په المان کي ژوند کوي. نو له همدې امله موږ المانيان مجبور يو چي پر هيڅ څه سترګي پټي نه کړو او په کار پسي وګرځو.»

اونيسفوري د لګول سوو تورونو په اړه څه نه دي ويلي او د خپل کرکتر په اړه هم دی نه غواړي څه ووايي.

هايکا/ بريښنا صابر

کتونکی: نجيب الله زيارمل