1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روهنګيا مهاجري ښځي په بنگله ديش کې بدلمنۍ ته مجبوره شوي

۱۳۹۸ شهریور ۲۲, جمعه

د بنګله ديش په کمپونو کې څه باندې يو ميليون روهنګيايي مهاجر ژوند کوي. دوی د کار کولو اجازه نه لري او بشري مرستو پورې تړلي دي. بې کاري او بې وزلي ډيری مهاجرې ښځې چې اکثره يې لږ عمرونه لري، اړ کړي چې بد لمنۍ ته مخه کړي. 

https://p.dw.com/p/3PXwf
Rohingya-Frauen werden als Sexsklaven in Bangladesch verkauft
انځور: DW/Arafatul Islam

په بنګله ديش کې، د نړۍ په تر ټولو لوی د مهاجرو کمپ کې وضعيت ډير خراب دی، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو له پاره.

يوه روهنګيايي ميرمن د خپل خاوند او درو زامنو سره وروسته له هغې چې په ميانمار کې يې کلي ته اور واچول شو تيښتې ته اړه شوه. دغه ميرمن وايي چې خاوند يې تر تيښتې وروسته هغه او درې زامن پريښودل. هغه زیاتوي چې د کور لګښت پوره کول ورته ګران وو او بله چاره يې نه درلوده.

دغه ښځه اړ شوه چې بدلمنۍ ته مخه کړي. هغه اوس د خپل کور مصارف له همدې لارې پوره کوي. هر ځل يې چې موبایل ته زنګ راشي، هغه د مهاجرو له کمپ څخه وځي او خپلو مشتريانو ته ورځي.
دغه روهنګيايي مهاجره وايه: «زما له پاره بل کار نه وو. بل کار ما نه شو کولای. که له سره واده وکړم، نوی خاوند به مې يوازې ما وساتي، نه زما زامن.«

هيڅ څوک په دې نه پوهيږي چې څومره روهنګيايي مهاجرو ښځو به بدلمنۍ ته مخه کړې وي. اټکل کيږي چې په زرونو روهنګيايي ښځې او نجونې په بنګله ديش او نورو هيوادونو کې تن پلورنه کوي. د دوي اکثره يې ۱۴ کلنې دي.

موږ غواړو پوه شو چې دغه ستونزه تر کومه حده پراخه ده. د کوکس بازار په توريستي ښار کې چې د مهاجرو له کمپ څخه ۴۰ کيلومتره فاصله لري، يوازې څو ساعتونه وخت نيسي چې يو دلال ووينو. دی وايي کولای شي څو تنه بدلمني روهنګيايي مهاجرې ښځې موږ ته معرفي کړي.

دغه دلال وايي: »زه ستاسو له پاره څو نجونۍ درښيم که مو هغوی خوښي شوې کولای شئ ځان سره يې بوځي. که نه، هيڅ.« موږ يو ساعت وروسته وخت وټاکه

زموږ خبريال څو شيبې وروسته دغه سړی د ملاقات په ځای کې ويني او له هغه سره په يوه ريکشا کې سپريږي. هغه په پټه د ټولو حالاتو فلم اخلي. موږ په پټه هغوی تعقيبوو.

لومړی تمځای یو هوټل دی چې د فاحشه خانې په توګه کارول کيږي. د هوټل مشر په سر کې شک کوي، خو وروسته زموږ خبريال ته په خپل موبايل کې د څو ښځو انځورونه ښي چې په هغو کې هيڅ روهنګيايي نه شته.

خو دلال د شپې ناوخته يوه روهنګيايي ښځه زموږ هوټل ته راولي. څنګه مو چې هغې ته وویل موږ خبريالان يوو، نور يې نه غوښتل راسره خبرې وکړي. ډيره ويرېده چې د هوټل کارکوونکي به په دې اړه دلال ته معلومات ورکړي. هغه وايي ۲۳ کلنه ده او روهنګيايي ده او زياته یې کړه چې د موجوده وضعيت قرباني شوې ده.

د مهاجرو کمپ ته د بيرته ستنيدو پر وخت، تن پلورونکې ښځې چې په لومړي سر کې مو ليدلې وه، وويل چې مهاجر د کار اجازه نه لري او هغه خپله يو ځل د پوليسو له خوا نيول شوې او بندې شوې ده.
دغه ښځه وايي، نو څه وکړو؟ چې بل کار پيدا نه کړم، مجبوره يم چې بدلمنۍ ته ادامه ورکړم. حتی که بيا هم بندي شم.

دغه ښځه به هم د ډيرو نورو روهنګيايي ښځو په څير يو ځل بيا دغه خطر ومني. د دې احتمال شته چې دغه مهاجرې ښځې چې د ښه ژوند لرلو له پاره ورته کومې هيلې نه دي پاتې، انساني قاچبرانو او دلالانو له پاره به د يو اسانه ښکار په توګه پاتې وي.
Naomi Conrad/پ ع/ع ف/م.ک.ص/ن ز