1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بنګله دیش د روهنګیایانو له امله میانمار ګواښلی

۱۳۹۶ شهریور ۲۵, شنبه

بنلګه دیش میانمار ګواښلی چې د روهینګیا مسلمانانو د ځپلو په ترڅ کې که دوی د داکا هوايي حریم تر پښو لاندې کولو ته ادامه ورکړي، سخت عواقب به ولري. ملګري ملتونو بیا ویلي چې نزدې ۴۰۰ زره روهینګیایي مسلمانان بې ځایه شو‎ي.

https://p.dw.com/p/2k5wk
Rohingya Krise in Bangladesch
انځور: DW/M.M. Rahman

بنګله دیش د جمعې په ورځ یو ځل بیا میانمار ته د خپل هوایي حریم د تر پښو لاندې کولو له کبله ګواښ وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د تاوتریخوالي وروستۍ لړۍ له میانمار څخه نزدې ۴۰۰ زره روهینګیایي مسلمانان بې ځایه کړي دي. ملګرو ملتونو دغه څه «نژادي پاکوونه» بللې ده.

په داکه کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د میانمار پوځي بې پیلوټه او څرخي الوتکو د سپتمبر پر ۱۰، ۱۲ او ۱۴مو او د اګست میاشتې پر ۲۵مه نیټه د دې بنګله دیش هوایي حریم تر پښو لاندې کړی دی.

دې وزارت ټینګار کړی دی چې د میانمار پارونې کیدای شي چې د «نه تظمین وړ عواقب» ولري. د میانمار او بنګله دیش تر منځ اړیکې تر هغه وروسته ترینګلې شوې چې د میانمار پوځیانو د روهنیګیا یاغیانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل.

کلیو ته اور ورته کول

د بشري حقونو سازمانونه وایي چې د میانمار پوځ او یو شمیر بودیست ډلو کلیو ته اور ورته کړی او کلیوال یې وژلي دي. دغه سازمان ادعا کوي چې میانمار غواړي له دې سره د روهینګیا مسلمانې لږکۍ له دې هیواده وشړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د څانګې مرستیال فیل روبیرتسن، ویلي دي: «په سیمه کې زموږ څیړنې د ستلایت له لارې اخسیتل شوې انځورونه تاییدوي. د میانمار پوځ په شمالي راخین ایالت کې د روهینګیا کلیو ته د اور ورته کولو مسوول دی.»

میانمار دغه تورونه رد کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د روهینګیا مسلمانې لږکۍ ۴۰۰ زره غړي اړ شوي دي چې د تاوتریخوالي له ویرې بنګله دیش ته وتښتي. د مهاجرت له نړیوال سازمان څخه کریس لوم، ویلي دي: «داسې نښاني چې د خلکو د تیښتې لړۍ له ودریږي، نه لیدل کیږي.»

اوس هم مرستندویه سازمانونو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د راخین ایالت ته ولاړ شي. د میانمار پوځ وایي چې دغه پریکړه یې د امنیتي اندیښنو له کبله کړې ده.

د روهنگیايي مسلمانانو د وضعیت په هکله زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: