1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ريال مادريد نوی ترينر اعلان سو

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۱۳, چهارشنبه

د هسپانيا د فوټبال کلپ ريال مادريد اعلان وکړ چي د نياپل اوسنی ترينر رفايل ‌بېنيتڅ بيرته خپل ټاټوبي ته راگرځي او ريال مادريد لوبډله به د نورو اتلوليو له پاره پر مخ بوزي. بېنيتڅ د انچيلوتي ځای نيسي.

https://p.dw.com/p/1FbH5
انځور: Getty Images/F. Pecoraro

د هسپانيا د فوټبال قهرماني لوبډلي ریال مادريد د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چي له بېنيتڅ سره تر اوږدو خبرو وروسته پر دې باندي موافقې ته رسېدلي دي چي د ريال مادريد ترينري به پرغاړه اخلي.

په پلان کي ده چي ۵۵ کلن ترينر به نن ماښام په رسمي توگه په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي د ريال مادريد د نوي ترېنر په توگه خبريالانو ته ور وپېژوندل سي. ويل کيږي چي هغه له ريال سره درې کلن قرارداد لاسليک کړی دئ.

بېنيتڅ به د کارلو انچيلوتي ځای ونيسي. انچيلوتي تيرکال ريال مادريد لوبډله د اروپا د اتلانو ليک اتلۍ ته ورسوله خو ښږ کال ئې د هسپانيا د کورنۍ اتلولۍ په گډون يوه اتلولي هم ونه گټله او ټول کال بې نتيجې تېر سو.

بېنيتڅ خپله ترينري د ريال مادريد په اکاډمۍ کي پيل کړه او په هسپانيا کي ئې د اف سي والينسيا لوبډلي ترينر سو چي په ۲۰۰۲هم کال کي ئې د هسپانيا اتلولي وگټله او په ۲۰۰۴م کال کي ئې د دغه هيواد ملي کپ او د اروپا د فوټبال اتحاديې کپ وگاټه.

په ۲۰۰۵م کال کي هغه د بريتانيا د ليورپول لوبډلي ترينري پرغاړه واخيسته او د اروپا د اتلانو ليک اتلي ئې هم وگټله.

رفايل بېنيتڅ په تيرو لسو کلونو کي د ريال مادريد لوبډلي اتم ترينر دئ.