1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د زابل درې نوري ولسوالۍ هم له سقوط سره مخامخ دي»

۱۳۹۸ فروردین ۲۸, چهارشنبه

د زابل اوسېدونکي له ناامنيو سخت کړيږي. د دغه ولايت د ولايتي شورا چارواکي وايي که يې مرکزي حکومت مرستي ته ور و نه دانگي درې نوري ولسوالۍ يې هم له سقوط سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/3GxzR
Afghanistan Parlamentswahlen Zabul
انځور: DW/E. Mahdawi

د شپې بريدونو د ولسواليو کلابندۍ، چاڼیز پوځي عملیات، د پلونو او سړکونو ویجاړول او دې ته ورته نورو ستونزو د زابل د اوسېدونکو ژوند نور هم تريخ کړی دی.

د زابل ځيني اوسېدونکي او د کابل ـ کندهار پر لویه لار تیریدونکي په سلهاوو مسافر له دولت او په ځانګړي ډول له وسله والو طالبانو څخه غواړي، چي د عامو خلکو د ساتني ترڅنګ دي د ټولګټو ځایونو ساتنه وکړي.

د زابل د ولایتي شورا رئيس عطاجان حقبیان دويچه ويله ته وويل چي د دغه ولایت درې ولسوالۍ (دایچوپان، ارغنداب او میزانه) هغه ولسوالۍ دي چي که پر وخت پوځي مرسته ور ونه رسیږي، نو سقوط به وکړي.

د هغه په خبره څو ورځي مخکي وسله والو طالبانو د دایچوپان ولسوالۍ ودانۍ ته څیرمه درې کمربندي امنیتي پوستې سقوط کړې او که کومانډويي ځواکونه ژر نه وای ورسیدلي، نو ډېر امکان يې درلودی، چي طالبان د ولسوالۍ مرکز ته ننوتلي وای.

هغه وويل: «له تیرو څو کلونو راهیسي ددغي ولسوالۍ مرکز محاصره دی، اکمالات يې د هوا له لاري کیږي، زموږ سره دا اندېښنې سته، چي که چیري مرکزي دولت مرسته و نه کړي، نو ارغنداب او میزانه ولسوالۍ به هم د دایچوپان په برخلیک اخته سي.»

هغه زياته کړه: «داسمه ده، چي کومانډویان ورغلي دي، هغه به هلته یوڅو ورځي وي، بیرته ځیني راوزي او حالت به همداسي ناامنه پاته وي. »

که څه هم وسله والو طالبانو د خپلو اعلان کړي نظامي عملیاتو (الفتح ) په جریان کي د یادي ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه، خو د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال بیا دويچه ويله ته وویل چې په دغه ولسوالۍ کي يې د وسله والو طالبانو حمله پرشا کړې، چي پکښې ۱۰ وسله وال طالبان او ۲ پولیس وژل سوي او ځیني وسله وال ټپیان دي، چي له دوی سره یې کره شمیره نه سته.

د زابل د والي وياند وويل: «وسله والو طالبانو پر دایچوپان ولسوالۍ برید کړی و، مګر د سرتیرو د مقاومت په نتجه کي يې ماته وخوړه.»

د زابل د ولایتي شورا مسئو حقبیان ټينگار وکړ چي د ناامنه ولسوالیو د خلکو ږغ يې تر ټولو رسولی دی، هغوی وعدې ورسره کړي، مګر تراوسه دغو ژمنو ګټه نه ده کړې: «جنرال مېلر راغلی دی، لوی درستیز راغلی دوی هره ورځ دغه وعدې کوي، چي موږ به د خلکو د سوکالۍ په موخه عملیات کوو، مګر داسي څه نه ترسترګو کیږي او ورځ تربلي جګړې زور اخلي.»

زابل لس ولسوالۍ لري، چي یوه ولسوالي (خاک افغان) يې له څو کلونو راهيسي د دولت د مخالفو وسله والو په لاس کي ده، چي خلک يې له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.

د دې ترڅنګ د کابل ـ کندهار لويه لار هم په زابل ولایت کې تيره سوې، چي د امنیتي مسئولینو د معلوماتو له مخي پر دغه لار لس لوی پلونه او زیات پلچکونه د وسله والو مخالفینو لخوا ویجاړ سوي دي، خو وسله وال طالبان بیا داخبره نه مني.

دوه تنه کندهاریان چي له کابل څخه کندهار ته پر دغه سړک راغلي دي وايي چي نړيدولو پلونو، پلچکونو او خراب سړک يې له مسافرۍ څخه زړه تور کړی دی.

د زابل او کندهار پر مدني فعالانو سربیره د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مسؤلین هم په جګړه کي له ښکېلو غاړو غواړي، چي ترهرڅه اول د عامو خلکو ژوند ژغورني ته ډېره پاملرنه وکړي او هیڅوک پرېنږدي، چي عام المنفع ودانیو ته تاوان ورسوي، ځکه په دې ویجاړۍ سره تر هرچا ولس ډیر خواریږي.

محمد ابراهيم سپېڅلی