1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د زابل ملکي روغتون ته څرمه موټربم بريد سخته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ شهریور ۲۸, پنجشنبه

په زابل کي د ملکي روغتون او ملي امنيت رياست ودانۍ ترمنځ موټر بم بريد سخته مرگ ژوبله اړولې ده. د ځايي چارواکو په وينا د پيښي اکثره قربانيان ملکيان دي.

https://p.dw.com/p/3PqtR
Afghanistan Anschlag auf Krankenhaus in Sabul
انځور: Reuters

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي چي د پنجشنبې په ورځ سهار وختي دغه بريد کي ۱۲ کسان وژل سوي او په لسونو نور ټپيان سوي دي.

هغه ويلي دي: «چاودنه ډېره زوروره وه، ملکي روغتون یومخ ویجاړ سوی دی، د زراعت ریاست تخریب سوی او زيات کورونه نړېدلي دي.»

په دې موټربم برید کي، چي د ملي امنیت رياست ودانۍ دېوال او د ملکي روغتون ترمنځ سوې ده، ملکيانو ته يې سخت ځاني او مالي زيان رسولی دی.

د زابل د ولایتی شورا رئيس عطاء جان حقبیان بیا ويلي دي چي په دې پېښه کي ۲۰ ملکیان ټپیان سوي دي.

Afghanistan Anschlag auf Krankenhaus in Sabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Wali Sarhadi

د هغه په خبره ملکي روغتون یومخ تخریب سوی او دوی د ټپیانو په تداوۍ پوري حیران دي او شخصي روغتونونو ته يې انتقال کړي دي.

د راپورونو له مخي له کندهارښار څخه هم ۱۴ امبولانسونه زابل ته لیږل سوی دي چي ټپیان د کندهار میرویس روغتون ته انتقال کړي.

عیني شاهدان وایی چي ښايي مرګ ژوبله تردغه هم زیاته سي. محمد الله د زابل مرکز کلات اوسیدونکی وايي چي چاودنه دومره درنه وه چي تر اوسه پوري يې غوږونه بند دي او خبری سمي نه اوري: «سهار مي غوښتل چي اودس تازه کړم یودم درز سو، داسي درز چي په دوړو کي يې زموږ د کورنۍ ټول غړی پټ سول.»

هغه وويل چې تر ډېره يې د امبولانسونو ږغونه اوریدل او په کوڅه کي يې ټول خلک حیران ول چي داڅه پېښه ده؟

وسله والو طالبانو د یادي پيښي مسؤلیت منلی او ویلي يې دي چي په دې برید کي يې د ملي امنیت زیاتو منسوبینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

محمد ابراهيم سپېڅلی