1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زعفرانو موټرو ته اور اچول سوی او چلونکي يې وژل سوي دي

۱۳۸۹ شهریور ۱۴, یکشنبه

د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کي وسله واله مخالفينو د کرنيزه مرستي د زعفرانو۲موټره تخم وسوځاوه او موټرچلونکي يې وژولي دي.

https://p.dw.com/p/P4jJ
په هرات کي کرل سوي زعفران
په هرات کي کرل سوي زعفرانانځور: DW

دغه مرسته د هغه ولسوالۍ د بزگرو سره سوې وه تر څو د تارياکو پر ځای زغفران وکړي چي په دې وروستيو کي يې ډيره ښه نتجه هم ورکړې وه.

د هرات د والي وياند نقيب الله اروين ويلي دي« وسله واله طالبانوکشک کهنه ولسوالي پر لاره هغه دوه موټره د زعفرانو پياز(تخم)له موټرو سره وسوځول چي د بزګرو لپاره دولت مرسته کړي وه اوموټرچلونکي يې وژلي»

دغه راز د يوه بل خبر له مخه په هرات ولايت کي د امينه قومانذانۍ له خوا نيول شويو۸نيم سوه کيلومخدره موادوته اورورته شو دغه مواد د تيرو۴مياشتوپه اوږدوکي نيول سوي ول.

د هرات د والي وياندوويل د موادوسره په تړاويې بيلابيلو۱۶۳عملياتوکي ۱۹۲متهم قچاق وړونکي نيولي دي.

همدارازد والي وياند نقيب الله اروين وويل اداره يي د مخدره موادو په مخنوي کي جدي ده.

په هرات کي د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزي رئيس غلام جيلاني دقيق هم وايي: دا نشه يي توکي کريستال، ترياک، هرويين، مورفين او چرس وه، چي ډيری يي د ايران په سرحدي کي د قچاق پر مهال ترلاسه سوي دي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل