1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زعفران د کروندگرو ټولنه جوړه شوه

۱۳۹۱ فروردین ۱۶, چهارشنبه

اوس مهال د افغانستان په ډیر شمیر ولایتونو کې یا خو زعفران کرل کیږي او یا هم د دغه بوټې د کرلو له پاره لاره هواریږي. په افغانستان کې د دغه بوټي د کرنې د لا ترویج له پاره اوس یوه ټولنه هم جوړه شوه.

https://p.dw.com/p/14XPh
انځور: DW

په افغانستان کې د زعفران د کروندگرو د ټولنې د مشر او مرستیال د ټاکلو له پاره د هرات په ولایت کې یوه غونډه جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې ډیر شمیر افغان چارواکو او زعفران کروونکو گډون کړی وو.

افغان چارواکي زعفرانو ته د کوکنارو د بدیل په سترگه گوري
افغان چارواکي زعفرانو ته د کوکنارو د بدیل په سترگه گوريانځور: Italienische Armee

د افغانستان د کرهنې او مالداری د وزارت د مسلکي ادارې مسئول سید نبی شینواري، هم په دغه غونډه کې حضور درلود. هغه وویل: «د دغې ټولنې په جوړښت سره به په افغانستان کې د زعفرانو کښت لا وده وکړي او د دې بوټې له پاره د نړیوال بازارونو د پیدا کولو هڅې به لا پسې گړندۍ شي.»

په افغانستان کې یوه بزگر ۱۵ کاله مخکې د لومړي ځل له پاره په هرات کې د زعفرانو کرهنه وازمایله. تر دغې ازموینې وروسته زعفران د هرات په گاونډیو ولایتونو کې هم وکرل شول چې اوس د افغانستان د کرهنې وزارت غواړي د دغه بوټې کر په ټول افغانستان کې رایج کړي.

د زعفرانو بوټی کمو اوبو ته اړتیا لري او بیه ئې لوړه ده. هر کیلو زعفران په څه نا څه ۱۵۰۰ امریکایي ډالرو پلورل کیږي. د دغه بوټې له کروندگرو سره هم افغان حکومت د بازارونو په موندلو او د تخم په ویشلو کې مرسته کوي، نو له همدې کبله اوس ډیر شمیر افغان بزگران غواړي چې پخپلو ځمکو کې دغه بوټۍ وکري.

د کرهنې او مالدارۍ وزارت دغه بوټې ته په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل په سترگه گوري. محمد قیوم چې د جلال آباد اوسیدونکی دئ او د زعفرانو د کروندگرو د ټولنې د مرستیال په توگه ټاکل شوی دئ وايي: «حکومت باید د زعفرانو د کښت په ترویجولو کې فعاله ونډه واخلي. ځکه چې یوازې همدغه بوټۍ د کوکنارو بدیل کښت کیدای شي.»

په افغانستان کې د زعفرانو د کرهنې څخه د ملاتړ سربیره هم یو شمیر بزگران دغه بوټي ته د مناست بازار له نه شتون څخه سر ټکوي. نیک محمد چې د زعفران د کروندگرو دد ټولنې د مشر په توگه ټاکل شوی دئ وایي چې دولت باید زعفرانو ته د مناسب بازار په مندلو کې له کروندگرو سره مرسته وکړي.

افغان چارواکي په افغانستان کې د زعفرانو راتلونکې ښه بولې او وایي چې تیر کال ئې له یوه ټن څخه زیاد خالص زعفران بهرنیو هیوادونو ته استولي دي. د افغان چارواکو په خبره اوس د افغانستان په څوارلسو ولایتونو کې د زعفرانو نزدې ۸۰ ټنه تخم په کروندګرو ویشل شوی دئ.

شریف شرفیار
کتونکی: مسعود جهش