1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «زغم» له پاره لاریون

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ دی ۲۴, چهارشنبه

د آلمان حکومتي چارواکي او د مسلمانانو ټولنې د هغو شمیر کسانو په ډله کې شامل وو چې د برلین د براندنبورگ دروازې مخې ته د ادیانو تر منځ د پوهاوي څخه د ملاتړ په موخه راټول شوي وو. د آلمان ولسمشر هم دغه غونډې ته ورغلی وو.

https://p.dw.com/p/1EJmS
انځور: Reuters/F. Bensch

په برلین کې په رسمي تشریفاتو یو لاریون تر سره شو چې موخه یې د زغم او مذهبي آزادۍ څخه ملاتړ وو. دغه لاریون تیره اوونۍ په پاریس کې د ترهگریزو بریدونو چې د ۱۷ کسانو ژوند یې واخیست د ترسره کیدو یوه اوونۍ وروسته جوړ شوی وو .

د اې آر ډی، تلویزوني شبکې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د آلمان په پلازمینه برلین کې د «براندنبورگر تور» تاریخي ټاټوبي مخې ته شا او خوا ۱۴۰۰۰ کسان راټول شوي وو چې له ځانه سره یې «زغم ته هو!» او «زه چارلي یم» په شان شعارونه لیږدول. په دغه لاریون کې د بیلابېلو مذهبونو د ادیانو سربیره د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک هم گډون درلود.

د دغه لاریون تابیا په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا چې انگلیسي مخفف یې (ZMD) له لوري نیول شوې وه. دغه شورا د مسلمانانو د بېلابېلو ۲۸ سازمانونو او د برلین د ترکي ټولنې (TGB) استازیتوب کوي.

د دغو مراسمو تر پیلیدو لږ څه د مخه د آلمان صدراعظمه انگلا مېرکل او ولسمشر یو آخیم گاوک په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شوری له مشر ایمان مزایک سره یوځای د فرانسې د سفارت مخې ته ودریدل او د یوې دقیقې له پاره یې چوپتیا غوره کړه. د دغه لاریون گډونوالو د خواخوږۍ د څرگندونو له پاره د فرانسې د سفارت د ودانۍ د باندې شمعې بلې کړې او د گلونه گیډۍ یې کیښودې.

«موږ ټول آلمان یو»

ایمان مازیک په خپله وینا کې ټولو راغلي حکومتي استازو، د مسیحیانو او یهودانو مشرانو او د لاریون گډونوالو ته هرکلی ووایه.

مزایک په خپلو څرگندونو کې وویل چې «موږ ټول» د فرانسې د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي کوو. هغه یادونه وکړه چې «ترهگر بریالي شوي نه دي او نه به بریالي شي.» مزایک د غونډې پر گډونوالو غږ وکړ چې «د نړۍ پر وړاندې د پرانېتسې ټولنې» په توگه ودریږي.هغه خپله وینا په دې ټکو سره پای ته ورسوله چې «موږ ټول آلمان یو.»

په پاریس کې د یکشنبې د ورځې د خواخوږۍ مارش ته راعلو مشرانو درناوی وکړ
په پاریس کې د یکشنبې د ورځې د خواخوږۍ مارش ته راعلو مشرانو درناوی وکړانځور: T. Schwarz/AFP/Getty Images

د برلین ښاروال میشایل مولر هم وینا وکړه او د برلین پر اوسیدونکو یې له اسلام څخه د ډار د ردیدو غوښتنه وکړه. د هغه اشاره د پيگیدا یا (د لویدیځ د اسلامي کولو پر ضد وطنپال اروپایان) لاریونونو ته اشاره وه، چې په وروستیو وختونو کې د آلمان په یو شمیر ښارونو کې تر سره شوي دي، په زیاتره بیا د دریسدن په ښار کې.

د آلمان ولسمشر یوآخم گاوک په خپله وینا کې د مازیک دا جمله تکرار کړه، چې «موږ ټول آلمان یو.» هغه د افراطي ډلې «اسلامي دولت» او هغه ځوانانو چې له آلمان څخه تللي او له دغې تندلارې ډلې سره یو ځای شوي دي اعمال له «مذهب څخه د انحراف» په توگه یاد کړل.

«له پردو ویره په آلمان کې ځای نه لري»

د سه شنبې په ورځ په برلین کې په آلمان کې د اسلام کلنی کنفرانس هم تر سره شو. د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل ویلي دي چې «له پردو ویره، نژاد پرستي، او افراطیت په دې هیواد کې ځای نه لري.» په دغه غونډه کې د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر له مسلمانانو څخه د افراطیت پر ضد جگړه کې د مرستې غوښتنه وکړه.