1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زمبابوي په تاريخ کي يوبله پاڼه پرانستل کيږي

۱۳۸۷ فروردین ۱۵, پنجشنبه

په زمبابوې کې يو تاريخي پړاو پای ته رسيږي او نور نو د دموکرات آوښتون مخه څوک نه شي نيولی. د هغه هېواد د آزادۍ جگنيالی او د خلکو يواځينی اميد، له خپلواکۍ څخه ٢٨ کاله وروسته د خپلو خلکو لخوا رد شوی دئ، که څه هم هنوز دا امکان شته، چې نوموړی يوځل بيا دوه په دوه اولسمشريزه ټاکنو کی خپل بخت وازمايي

https://p.dw.com/p/DbOf
هرالډ نومې ورځپاڼه لومړنۍ دولتي ورڅپاڼه وه چې د رابرت موگابي د ناکامۍ پوښتنه يې رامنځ ته کړه
هرالډ نومې ورځپاڼه لومړنۍ دولتي ورڅپاڼه وه چې د رابرت موگابي د ناکامۍ پوښتنه يې رامنځ ته کړهانځور: AP

مخالف اړخ د خپل کانديد مورگان سوانگيري برياليتوب اعلان کړی او ويلي يې دي چې نوموړي د ټاکنو په لومړي پړاو کي بری تر لاسه کړی. هرالډ نومې ورځپاڼه لومړنۍ دولتي ورڅپاڼه وه چې د رابرت موگابي د ناکامۍ پوښتنه يې رامنځ ته کړه، خو دا يې هم وويل چې د MDC گوند هم مطلق اکثريت نه شي تر لاسه کولی او ښايي خبره دوه په دوه ټاکنو ته پاتې شي. نو ځکه د ZANU-PF گوند مخکې له مخکې د MDC د کاميابۍ خبره کول، يو له مسئوليت څخه ډک عمل وباله، خو تر اوسه پورې د ټاکنو کمسيون يواځې د پارلماني ټاکنو نتيجې راايستلې. او له هغه وروسته ښکاره شوه چې MDC د زمبيا لوی گوند مات کړی دئ. هغه د MDC له نورو ډلو سره په آرامه اکثريت ترلاسه کوي. د موگابي حکومت د ختم په درشل کې ولاړ دئ. اوس ټول وگړي دې ته غوږدي، چې آيا د اولسمشريزه ټاکنو اعلان به ٨٤ کلن موگابي ته د دوه په دوه ټاکنو کوم چانس ورکړيو او که څنگه. (يو لارروی وايي: نتيجې دغومره پياوړې دي، چې فکر نه کوم نور به د برگشت چانس چا ته ورکړي. خلکو د ده پرضد رايې ورکړې. په داسې حال کې چې د دواړو گوندونو حوصلې په تنگېدو دي، پوځ او پوليس بې غرضه دريږي. د امريکې متحده ايالتونو او اورپايي ټولنې لا مخکې د موگابي استعفی غوښتې ده. د جنوبې افريکې روحاني مشر دسموند توتو هم د چهار شنبې په ورځ ورته نظر ښکاره کړ