1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زمبابوې کرکیټ لوبډله پاکستان ته ورسیده

dpa / سید ریاض۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۹, سه‌شنبه

د زمبابوې د کرکیټ لوبډله به د پاکستان له لوبډلې سره یو شمیر لوبې وکړي. په ۲۰۰۹م کال کې د سریلانکا د کرکیټ پر لوبډلې تر برید وروسته دا لومړنۍ بهرنۍ لوبډله ده چې پاکستان ته د لوبو له پاره ځي.

https://p.dw.com/p/1FSWb
انځور: imago/Action Plus

د پنجاب د کورنیو چارو ایالتي وزیر شجاع خانزاده، ویلي دي چې د زمبابوې د کرکیټ لوبډلې لوبغاړي د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې د بم ضد سرویسونو په واسطه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې هوټل ته رسول شوي دي.

د نوموړي په وینا د می میاشتې له ۱۹ نیټې څخه تر ۱۳مې نیټې پورې به په زرونو عسکر او پولیس د ښار امنیت ساتي او په وینا یې پوځي څرخي الوتکې به په دې برخه کې له ځمکنیو قواو سره مرسته کوي.

په پام کې ده چې د زمبابوې او پاکستان لوبډلې به په لاهور کې دوه شل اووریزي چې T-20 ورته هم وایي او درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې تر سره کړي.

د پاکستان کرکیټ بورډ، په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د می میاشتې د ۲۲ نېټې د لوبې له پاره ټول ټکټونه پلورل شوي دي.

د زمبابوې لوبډله چې د ټیسټ لوبې مقام لري، لومړنۍ لوبډله ده چې په ۲۰۰۹م کال په لاهور ښار کې د سریلانکا د لوبغاړو پر سرویس موټر د برید وروسته دغه هیواد ته سفر کوي.

د القاعدې ترهگرې شبکې پورې تړلې ډلې لشکر جهنگوي، د سریلانکا د کرکیټ د لوبغاړو پر سرویس موټر د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی وو. په دغه برید کې شپږ پاکستاني پولیس افسران او موټر چلوونکی وژل شوي وو، خو د سریلانکا د کرکیټ د ملي لوبډلې یوازې یو څو لوبغاړي ټپیان شوي وو.

دغه برید د دې باعث وگرځید چې په پاکستان کې د شپږو کلونو له پاره نړیوالې سیالي ترسره نه شي او په دغه موده کې د پاکستان د لوبې پر کیفیت باندې هم اغیز پرې باسي.

د پاکستان د کرکیټ پخواني لوبغاړي جاویداد میانداد، د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «زه هیله من یم چې د کور دننه سیالۍ به د پاکستان د کرکیټ د کیفیت ښه کړي.»

د امنیتي چارو شننونکی فدا خان، وایي چې کرکیټ په پاکستان کې له تر ټولو مشهوره لوبو څخه ده چې له قومي او فرقه یي لحاظه دغه ویشل شوی هیواد سره یو موټې کوي او په وینا یې د ځوانانو له پاره یو په زړه پورې مصروفیت دی چې له ترهګرۍ څخه هغوی لیرې ساتي. هغه زیاتوي: «دغه لوبه هغه یوه وسیله ده چې ځوانان په مثبت فعالیتونو کې ښکیل ساتلی شي. دا لوبه هغوی ته بدیل اتلان ورکولی شي نو ځکه القاعدې پر دې لوبې باندې د برید هڅه وکړه.»

په لاهور ښار کې لا تر مخه د لوبې په هکله هیجان مخ پر زیاتیدو دی. په لاهور کې د پنجاب روغتون یو نرس محمد شکور وایي: «ما د لومړنۍ شل اووریزي سیالۍ له پاره ټکټ اخیستی دی. زه به هرو مرو د لوبې ننداره وکړم.»

خو نوموړي په خپلو څرگندونو کې انديښنه ښوولې ده «چې یوه جزوي ناوړه پیښه پاکستان د تل له پاره له نړیوال کرکیټ څخه محرومولی شي.»