1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ ورځ

۱۴۰۱ مرداد ۲۸, جمعه

۱۰۳ کاله دمخه د زمري مياشتي پر ۲۸مه امان الله خان په دې وتوانيد چي له بريتانيا څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/3Ntmx
Afghanistan Geschichte König Amanullah Khan
انځور: gemeinfrei

د يو شمير تاريخ پوهانو په خبره د افغان ولس، د خپلواکۍ غوښتني بهير، د امير حبيب الله خان له وخته پيل سوی وو.

د حبيب الله خان تر مړيني وروسته، د هغه زوی امان الله خان د خلکو په سرښندنې او مېړاني سره په داسي حال کي خپلواکي ترلاسه کړه چي زيات شمير هيوادونه لا د بريتانيا تر استعمار لاندي ول خو افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه او نوم يې د خپلواکو هيوادونو په کتار کي راغی.

استاد حبيب الله رفيع وايي چي، خپلواکي يو نعمت دی او دا نعمت انګريزانو د افغانستان نه سلب کړی وو: «مشروطه غوښوتونکو مبارزې وکړې او قربانۍ يې ورکړي او روشنفکران راپاڅېدل او امان الله خان يې خپل پاچا اعلان کړ او ورسره يې د افغانستان بشپړه خپلواکي اعلان کړه. خو انګريزانو خپلواکي و نه منله او جګړه شروع سوه. انګريزانو ماته وخوړه او مجبور سول چي متارکه وکړه او له متارکې نه وروسته د افغانستان خپلواکي ومني.»

د تاريخ پوهانو په وينا افغانستان د امان الله خان په وخت کي په سياسي، ټولنيزو او اقتصاد برخوکي ډير پرمختګونه وکړل.

امان الله خان يوشمېر رغنده پروګرامونه او ځيني قوانين جوړکړل چي، په هغه وخت کي د اصولنامې په نامه ياديدل، هغه دوولسو اروپايي هيوادونو ته سفر وکړ او د بهرنيو مېلمنو له پاره يې د دارالمان ماڼۍ جوړه کړه.

د امان الله خان په وخت کي د ژوند په ټولو ساحو کي پرمختيايي پروګرامونه پيل سول، مثلاً د معارف او مطبوعاتو په ساحه کي، ټول هيواد ته اخبارونه وغځول سول، ښوونځي جوړ سول. دغه راز د اقتصاد، ماليې او بودجې په برخو کي قانونونه جوړل سول.

د تاريخ پوهانو په خبره امان الله خان تر لس کلن سلطنت وروسته د انګرېزانو له خوا جلا وطنۍ ته مجبوره سو او بل هغه نه غوښتل چي د افغانانو ويني توی سي.

په هر هيواد کي د خپلواکۍ ورځ تر ټولو مهمه ورځ وي او ډيره ښه لمانځل کيږي.

په افغانستان کي به د اسد ۲۸ هم هرکال په ډيرو ښو مراسيمو سره لمانځل کېده چي تقريباً په ټولو ولاياتو کي به جشنونه جوړېدل او خلکو به خوشالۍ کولې.

په ځينو ولاياتو لکه کندهار کي به د دې ورځي په وياړ حتي درې ورځي جشن جوړېدی او د ازادۍ سندري او ترانې به په هر دوکان او سماوارکي اورېدل کېدې.

سږکال په افغانستان کي د آزادۍ ورځ په هغه شان نه لمانځل کيږي چي په نورو کلونو کي به لمانځل کېده. طالبانو پر موسقۍ بنديز لګلوی او معمولاً چي د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ په ټولو ښارونو کي جادي په ملي بيرغ (تور سور او زرغون) باندي پوښلي وي طالبانو دغه بيرغ منع کړی دی.

د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کي چي هرڅوک له ملي بيرغ سره وليدل سي هغه پر هماغه ځای وهل ډبول کيږي.

طالبانو نن په کابل کي د خپلواکۍ ورځ ولمانځله خو هيچري پکښې ملي بيرغ و نه ليدل سو. طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي: «زموږ له پاره د نورو تاريخي ورځو تر څنګ د (اسد ۲۸مه) هغه تاريخي ورځ ده چي دې ملت پکې د ککريو په نذرانه د پرديو د جبر جغ مات او د يوې امپراتورۍ څخه يې ځان آزاد کړ.» دوی افغانانو ته د دې ورځي مبارکي ويلې ده.

ن.ز