1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ ورځ

۱۳۸۹ مرداد ۲۸, پنجشنبه

يونوي کاله دمخه په دې ورځ امان الله خان په دې وتوانيدی چي د بريتانيا څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/OrCw
امان الله خان د خلکو په سرښندنې او مېړاني سره بريتانيې ته ماته ورکړه.
امان الله خان د خلکو په سرښندنې او مېړاني سره بريتانيې ته ماته ورکړه.انځور: AP

د يو شمير تاريخ پوهانو په خبره د افغان ولس، د خپلواکۍغوښتني بهير،د امير حبيب الله خان له وخته پيل سوی و.

خو د حبيب الله خان له مړينې وروسته، د هغه زوی امان الله خان د خلکو په سرښندنې او مېړاني سره بريتانيې ته ماته ورکړه. په داسي حال کي چي، زيات شمير هيوادونه لا د بريتانيې تر استعمار لاندي ول خو افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه اونوم يې د خپلواکو هيوادونو په کتار کي راغی.

د افغانستان د علومواکاډمۍ غړي استاد حبيب الله رفيع وايي چي،خپلواکي يو نعمت دی او دا نعمت انګريزانو د افغانستان نه سلب کړي و.

« مشروطه غوښوتونکو مبارزې وکړې او قربانۍ يې ورکړې او روشنفکران راپاڅېدل او امان الله خان يې خپل پاچااعلان کړی او ورسره يې د افغانستان بشپړه خپلواکي اعلان کړې. خو انګريزانو خپلواکي ونه منله او جګړه شروع سوه. انګريزانو ماته وخوړه او مجبور سول چي متارکه وکړه او له متارکې نه وروسته د افغانستان خپلواکي ومني.»

د تاريخ پوهانو په وينا افغانستان د امان الله خان په وخت کي په سياسي، ټولنيزو او اقتصاد برخوکي ډير پرمختګونه وکړل.

امان الله خان يوشمېر رغنده پروګرامونه او ځيني قوانين جوړکړل چي، په هغه وخت کي د اصولنامې په نامه ياديدل، هغه دوولسو اروپايي هيوادونو ته سفر وکړ او د بهرنيو مېلمنو لپاره يې د دارالمان ماڼۍ جوړه کړه.

دده په وخت کي د ژوند په ټولو ساحو کي پرمختيايي پروګرامونه پيل سول، مثلاً د معارف او مطبوعاتو په ساحه کي، ټول هيواد ته اخبارونه وغځول سول، ښوونځي جوړ سول. دغه راز داقتصاد، ماليې او بودجې په برخو کي قانونونه جوړل سول.

دتاريخ پوهانو په خبره امان الله خان تر لس کلني سلطنت وروسته د انګرېزانو لخوا جلاوطنۍ ته مجبوره سو او بل هغه نه غوښتل چي د افغانانو ويني توی سي.

په هر هيواد کي د خپلواکۍ ورځ تر ټولو مهمه ورځ وي او ډيره ښه لمانځل کيږي.

په افغانستان کي به د اسد ۲۸ هم هر کال په ډيرو ښو مراسيمو سره لمانځل کېده چي تقريباً په ټولو ولاياتو کي به جشنونه جوړېدل او خلکو به خوشالۍ کولې.

په ځينو ولاياتو لکه کندهار کي به ددې ورځي په وياړ حتي درې ورځي جشن جوړېدی او د ازادۍ سندري او ترانې به په هر دکان او سماوارکي اورېدل کېدې.

په هغه ولايت کي خو د ګل اغاشېرزي د واکمنۍ په دوره کي دغه ورځ يوه اونۍ په سندرو او اتڼونو لمانځل کېده.

خو د تيرو دووکلنو راهيسي لکه څنګه چي په کابل په نورو ولاياتو کي هم ددې ورځي د لمانځلو د پاره کوم ځانګړي مراسیم نه جوړيږي.

احمدفرهاد/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل