1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زنگاوات عام وژنه په دوه واري تر سره سوې ده

۱۳۹۱ فروردین ۶, یکشنبه

يوه امريکايي چارواکي پرون ويلي دي چي داسي ښکاري چي هغه امريکايي عسکر چي په کندهار کي د ۱۷ ولسي وګړو په وژلو تورن دئ، خپل دغه عمل په دوو پړاونو کي تر سره کړی وي.

https://p.dw.com/p/14RG9
A United States Army soldiers sit on top of a Stryker vehicle, Monday, April 26, 2010, while observing traffic on Highway 1 in the Maiwand district of Kandahar province. Stryker platoons from 2nd Battalion, 1st Infantry Regiment, 5th Stryker Brigade, are tasked with patrolling and securing Highway 1 and the open ground that surrounds it to provide safe passage for vehicles traveling between Kandahar City and Helmand Province. (ddp images/AP Photo/Julie Jacobson)
Land und Leute in der Provinz Helmand, Afghanistanانځور: AP

دغه امريکايي چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط په يوه مرکه کي ويلي دي چي د معلوماتو له مخي ۳۸ کلن بريد من، روبرت بيلز د پنجوايي ولسوالۍ په زنگاوات کلي کښي تر لومړۍ وژني وروسته خپلي اډې ته ستون شوی دئ او وروسته بيا را وتی دئ او د ولسي وگړو په دوهمه وژنه لاس پوري کړی دئ.

اوس بيلز د متحده ايالاتو د کناساس ايالت د ليون ورث په پوځي زندان کي بندي دئ. پر هغه باندي د جمعې په ورځ رسماً د ۱۷ تنو انسانانو د قتل تور ولګول شو. په دغو ۱۷کسانو ۸ غټان او ۹ تنه ماشومان شامل دي.

په دغه پيښه کښي څلور ماشومان او يو نارينه هم ټپيان سوي دي. د پنجوايي پيښي د کابل او واشنګتن اړيکي سختي ستونزمني کړي دي.

د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي، مارک ګروسمن پرون وويل چي د پنجوايي په پيښه کي به جدي تحقيقات وشي او عدالت به خوندي وساتل شي.

ګروسمن دغه خبره د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي يوې تحقيقاتي مؤسسې ته د وينا پر مهال وکړه: «زه ډاډه يم چي عدالت به وشي.»

ګروسمن وويل چي هيواد ئې د قانون پر بنسټ وولاړ دولت لري او له داسي پيښي څخه سترګي نه سي پټولای. ګروسمن وويل: «زه نه غواړم چي دلته د متحده ايالاتو د قضا له نظام څخه دفاع وکړم. موږ د قانون واکمني لرو. موږ به له خپلو مکلفيتونو سره سم عمل وکړو.»

که چيري پر دغه امريکايي سرتيري جرم ثابت شي، هغه ښايي د مرګ له سزا سره مخامخ شي.

د پنحوايي د زنګاوات اوسيدونکو غوښتنه کړې ده چي دغه سړی دي ددوی په هيواد کي محاکمي شي.

د افغانستان د ملي امنيت د مشاور مرستيالي، شاهده ابدالي په بروکسل کښي وويل چي افغانستان ته ډاډ ورکړل شوي دئ چي دغه ډول «جنايت به بيا په افغانستان کښي نه تکراريږي.»

رويترز/ عبدالباري حکیم
کتونکی: نجيب الله زيارمل