د زنگاوات قاتل په عمري بند محکوم سوی، خو قربانيان ئې اعدام غواړي؟

هغه امریکايي پوځي چي پنځه کاله ترمخه يې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنگاوات کلي د دریو کورنیو ۱۶کسان ووژل، په دې وروستیو کي د امریکا د یوې محکمې له خوا په عمري بند محکوم سو. خو د قربانيانو کورنۍ وايي چي بايد اعدام سي.