1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زهرو پیچکاری یا د زهرو ستنه یو قانونی میتود؟

Seddiqi, Khaled۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبه

د امریکی د متحده ایالاتو عالی قضایی دیوان د ۲۰۰۸ کال د اپریل د میاشتی په ۱۶ نیټه فیصله وکړه چی د زهرو پیچکاری یا د زهرو ستنه یو قانونی میتود دی.

https://p.dw.com/p/E0ET
په امریکا کی د اعدامونو لپاره يوه خونه
په امریکا کی د اعدامونو لپاره يوه خونهانځور: picture-alliance /dpa/dpaweb

د ۲۰۰۷ کال څخه راپدیخوا په امریکا کی اعدامونه متوقف شوی وه. د همدی فیصلی په اساس دا د وخت پوری اړه لری چی څه وخت په امریکا کی  د اعدامونو فیصلی عملی کیدل بیا پیل کیږی. له هغه ځایه چی د مړینی زیاتو کاندیدانو ته د استیناف غوښتنی امکانات ندی پاتی، د زیاتو اعدامونو ګمان کیږی.

د زهرو ستنه لدی کبله منځ ته راغی چی د اعدامونو پخوانی مجاز میتودونه لکه په ګولیو وژل، په دار زړول، د ګاز کوټی او برقی ځوکی ډیر وختونه د ربړونو نه ډک مړینی سبب ګرځیده، چی دا حتی د اعدام د جزا د سرسخته پلویانو د شک موجب هم وګرځیده. داسی ګمان کیده چی د مړولو پیچکاری سره یوه «بشری» او «بی له درده» طریقه میندل شوی ده. د هغوی په نظر د زهرو د پیچکاری په ذریعه مړول یوه بی درده طریقه ښکاره کیدل. طبعا دا د دی د پاره یو لامل دی چی په هغه هیواد کی د زهرو د پیچکاری د رامنځ ته راتلو څخه راپدیخوا د اعدامونو منل زیاته شویده.

آیا دا د مړکولو یوه بشری یا انسانی طریفه ده؟

خو سره له دی هم: د وخت په تیریدو سره دا شک هم زیات شوی دی چی که دغه طریقه داسی انسانی ده چی معرفی شوی؟ ډیر وخت د زهرو پیچکاری لانجی پیښی کړی چی د مرینی محکومو کسانو د زیات درد سبب ګرځیدلی دی. د مثال په توګه کله چی انجل دیاز Angel Diaz د ۲۰۰۶ کال د دسمبر په میاشت کی د زهرو له پیچکاری په واسطه مړ شوی ؤ، د زهرو د ورکولو نه وروسته کولای شو چی ځان وخوځوی او له دردو څخه ډکی ځیری سره پرتی یی ویله. د هغه مټ د ۳۰ سانتی مترو په اوږدوالی په کیمیاوی طریقه سوزیدلی ؤ. په اشتباه توګه د هغه رګ نه ستنی بیخی تیره شوی وه. له همدی کبله زهر د هغه د وینی د جریان په عوض د هغه په مټ کی ننوتلی ؤ. انجل دیاز ته باید چی د دوهم ځل لپاره د زهرو پیچکاری شوای وای. د ۳۴ دقیقو له تیریدو وروسته هغه مړ اعلام شو.

د امریکی له کونتاکی څخه دوه په اعدام محکوم کسان د رالف بازه Ralph Baye او توماس بولینګ Thomas Bowling  په نامه، ددی پیښی او د پخوانیو داسی پیښو نه وروسته د امریکی د متحده ایالاتو عالی قضایی دیوان ټه خپلی دعواوی وړاندی کړی او دا دلیل یی راوستل چی اعدامونه د امریکا د متحده ایالاتو د قانون د اتمی ضمیمی سره چی «غیر معمولی او بیرحمه» جزاګانی منع کوی، سمون نخوری.

نو تیر میاشت د امریګی عالی قًضایی دیوان فیصله وکړه چی د زهرو پیچکاری د اساسی قانون سره مطابقت لری. د محکمی پریکړی لپاره داسی دلیل راغلی چی: درد په قصدی توګه نه پیچکاری کیږی او بل بدیل میتود دی لپاره نه شته. د غالی قضایی دیوانپریکړه ۷ د ۲ رایو په مقابل کی صادره شویده. له دوو مخالفو رایو څخه یوه یی هم د میرمن ګینسبورګGinsburg ده. دا چی میرمن ګینسبورګ ولی دغه پریکړی سره مخالفه وه، هغه داسی دلیل راوړی چی:

«دی څخه ځوک انکار نه شی کولای چی دوهمه او دریمه پیچکاری پر یوی بیداره بندی باندی د زیات درد لامل ګرځی. د دی سزاء له قانون سره مطابقوالی، دی سره ارتباط لری چی که د بیحسی عملیه په صحیح توګه تر سره شوی وی.

دغه پریکړه بر دی حقیقت باندی کومه اغیزه نه لری چی ولی د امریکی په متحدو ایالاتو کی دعدام سزا له ناکامی سره مخمامخه ده.

دا چی که د زهرو پیچکاری قانونی ده او که نه اساسی مشکل دا دی چی پخپله د اعدام سزا د یو نه اغیز مند او د اشتباه څخه ډکه کار په توګه څرګند شوی دی. له دی امله د اپریل د ۱۶ نیټی پریکړه دغه پیژندنه نه شی درولی چی: یواځی د اعدام د سزا له منځه وړل کولای شی چی د هغوی مشکل حل کړی.

د اعدام د سزا  بیلانس د هغه د بیرته جاری کیدو نه وروسته په ۱۹۷۶ میلادی کال کی:

·   د امریکا په متحده ایالاتو کی د جنایی کارونو کچه په هماغه اندازه لږ شوی لکه د اقتصادی جرمونو شمیر. په یوه ټول پوښتنه کی په سلو کی ۹۰ پولیسی رییسان دی باندی عقیده نه درلودل چی د اعدام سزا یوه ویرونکی اغیزه لری.

·        حتی د ۲۰۰۰ کال د جون په میاشت کی د کولمبیا مشهور پوهنتون د «له ماته سره محامخ سیستم» نومی تحقیقات ثابت کړ چی د دی اعدامونوپه پریکړو کی د اشتباهاتو کچه ډیره لوړه ده: د لومذینو محکمو فیصلی په سلو کی ۶۸ نیمګړتیاوی درلودی او د تحقیقانو په ردی شوی دی.

·        ۱۲۸ بندیان د ثابت شوی بیګناهی له امله د مړینی دغه ځای پریښودلی، په داسی حال کی چی ۱۰۹۹ بندیان اعدام شوی دی.