1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زور زياتيو د ډيريدو سره د افغانانو انديښنې او قهرهم زياتيږي

۱۳۸۷ تیر ۲۳, یکشنبه

د دفاع وزارت يو چارواکی: که چيري حکومت د عامو خلګو د وژلو په هکله چوپتيا غوره کړه حالات به ډير خراب سي

https://p.dw.com/p/EbX7
تيرکال په جلال آباد کي د ملکي وګړو تر وژل کيدو وروسته د بهرنيو ځواکونو په وړاندي لاريونونه
تيرکال په جلال آباد کي د ملکي وګړو تر وژل کيدو وروسته د بهرنيو ځواکونو په وړاندي لاريونونهانځور: AP

د فرانس پريس خبري آژانس په خپل یو رپوټ کي چي په کابل کي يې د يو شمير افغانانو له خولې څخه برابر کړی، د افغانستان امنيتي وضعيت ته کتنه کړې او ليکي چي،کابو يوه اونۍ په کابل کي د يوه ځانمرګي حملې څخه وروسته هم، د خان محمد کورنۍ د وير پر ټغر ناسته ده، دی د هغه حکومت څخه نا امیده سوی چي په 2005 عيسوي کال کي يې خپله رايه ورکړې.

نوموړی تقاعدي ډګروال، په کابل کي د هند پر سفارت باندي د ځانمرګي بريد په ترځ کي يوه لور، درې لمسيان او يو زوم د لاسه ورکړي.

د ډګروال خان محمد، د کورنۍ د غړوتر وژل کیدو وروسته هم د اولسي وګړو د مرګ ژوبلو لړۍ پای ته ونه رسیده، یوازي په همدا تيرو 5 ورځو کي څه د پاسه 100 تنه ولسي وګړي ووژل سول، چي د هغو په جمله کي هغه کسان هم شامل دي چي د افغان چارواکو د ويناوو له مخه د امريکايي ځواکونو په هوايي ببماريو کي د هيواد په ختيځ کي وژل سوي.

د هند د سفارت مخ ته تر چاودني وروسته روغتياپال د مړو او زخميانو په راټولو اخته دي
د هند د سفارت مخ ته تر چاودني وروسته روغتياپال د مړو او زخميانو په راټولو اخته ديانځور: AP

خان محمد د فرانس پريس خبري آژانس ته وويل:«په انتخاباتو کي ما نه يوازي خپله رايه ورکړه، بلکي نور افغانان مي هم تشويق کړل چي دا کار وکړي.»

هغه وايي :«ما ګمان کاوه چي دا حکومت به امن راولي، د هيواد په بيا رغونه کي به مرسته وکړي، خو وګوره چي څه پيښ سوي دي.امنيتي وضعيت خراب دی، هري خواته ځانمرګي بريدونه کيږي. چي دا واري زه، د هغو قرباني سوم.»

د هند د سفارت انګړ ته نژدې په ځانمرګي بريد کي چي څه د پاسه 40تنه خلک ووژل سول،چي د هغوپه جمله کي دهند دوه لوړپوړي ډيپلوماټان هم و.او اوس د وروستيو راپورونو پر بنسټ د هغي حملي د مړو شمېر سلو ته رسيږي.

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو څرخي الوتکه
په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو څرخي الوتکهانځور: picture-alliance/ dpa

تر دې خونړۍ پيښي څو ورځي وروسته د افغانستان په ختيځ او شمال ختيځ کي د زور پالونکو اورپکو پر ضد د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په دوو حملو کي په ټوليزه توګه 64 کسان ووژل سول چي د جمهور رييس کرزي، له خوا د ټاکل سوي پلاوي د پلټني له مخه، ولسي خلګ ول. خو ايتلاف ځواکونه بيا وايي چي نه هغوی اورپکي ول او په دې هکله خپله پلټنه کوي.

په ټاکل سوي پلاوي کي محمد عارف شينواری چي پيښه يې له نژدې پلټلې ده وويل،په نورستان او ننګرهار کي د ولسي خلګو په وژلو سره چي ډيری يې ښځي او کوچنيان وه، خلک د حکومت څخه واټن نيسي.

د دفاع وزارت يوه چار واکي، جنرال محمد امين چي د نورستان په بمبارۍ کي يې د پلټنونکي پلاوي مشري کول وويل: «که چيري حکومت د دغو ولسي وګړو د وژلو په هکله چوپيتا غوره ګړي،حالات ښايې نور هم خراب سي.»

د هغه د پلټني د نتايجو له مخه په نورستان کي د جولای دڅلورمي نېټې په ببماريو کي 17 عام وګړی وژل سوي دي.

نړيوال ځواکونه چي په افغانستان کي د ياغيانو پر ضد حکومت سره مرسته کوي وايي، «هغوی ډير کوښښ کوي چي ولسي خلکو ته تاوان ونه رسيږي.»

د ناټو په مشرۍ د ايساف څواکونو قوماندان په یوه خبري غونډه کي
د ناټو په مشرۍ د ايساف څواکونو قوماندان په یوه خبري غونډه کيانځور: AP

مارک لايتي د ناټو په مشر ۍ د آيساف ځواکونو وياند، وايي:« موږ هڅه کوو چي د عامو خلګو مرګ ژوبله راکښته کړو او يايې بلکل مخنيوی وکړو.»

لايتي وويل، د ياغيانو په حملو کي يوازي سږکال 350 تنه ولسي وګړي وژل سوي دي. حال دا چي د آيساف له خوا د وژل سوو ملکي کسانو شمير ډيرلږ دی چي يوازي دوه عدد لرونکی شمير کيدای سي چي وي.

دکرزي وياند،همايون حميد زاده،دفرانس پريس خبري آژانس ته وويل:«موږ نړيوالو ځواکونو ته خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه، موږ له هغو سره په ګډه کار کوو چي د داسي پيښو مخ په راتلونکي کي ونيسو.»

خو دافغانستان دپوځ د پخواني ډګروال، خان محمد زړه په داسي خبرو نه ډاده کيږي، هغه خپله لور او لمسيان په داسي حال کي د لاسه ورکړل چي د هند سفارت مخ ته يې د ويزې د اخيستلو لپاره انتظار ايستی.هغه وايي:« حکومت د خپلو خلکو په وړاندي پاتي راغلی.»

د کابل يو بل اوسيدونکی، سيد ظريف چي 34 کاله عمر لري او په پاکستان کي له 17 کالو هجرت څخه وروسته بيرته خپل وطن ته ستون سوی، وايي:« هيڅوک نه غواړي چي خپل وطن پريږدي،که چيري دا وضعيت دوام پيدا کړي، نو بله چاره نسته