1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سارک د غونډي فضا د پاکستان او هندوستان تر منځ لانجو خړه پړه کړه

۱۳۸۷ مرداد ۱۳, یکشنبه

د سيمه ايزو همکاريو لپاره د جنوبي آسيا د ټولني يا سارک، سر مشريزه غونډه د شنبې په ورځ د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کي پرانستل سوه

https://p.dw.com/p/Epl2
د هندوستان لومړي وزير مون موهن سنګ د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کي د سارک 15 غونډه پخپله وينا سره پرانستله
د هندوستان لومړي وزير مون موهن سنګ د سريلانکا په پلازمېنه کولمبو کي د سارک 15 غونډه پخپله وينا سره پرانستلهانځور: AP

په دې غونډه کي د اتو نورو هيوادونو تر څنګ افغانستان هم ګډون کړی و. د غونډي اجندا: لکه اقليمي بدلون، د لوږي سره مبارزه، د خوراکي موادو لوړ والی، بېکاري او داسي نور. خو د سارک، د غونډي مهمه او اساسي موضوع د تروريزم سره مبارزه ښوول سوې ده چي ددې ټولني غړي هيوادونه ورسره لاس او ګريوان دي او آن تر دې چي د هغوی خپل منځي اړيکي هم سره خړي پړي سوي دي.

ددويچه ويلي خبريال هينڅله راپور راکوي او وايي چي، د کولمبو د ښار حالاتو او اتموسفير نور نو سمبوليکي ماهيت له لاسه ورکړی.20000 عسکرو د جنوبي آسيا د دولتي او حکومتي مشرانو څارنه او ساتنه کوله. دوی له هوايي ډگر څخه په څرخي الوتکو کي د کولمبو ښارته د غونډي ځای ته انتقالېدل. دا ټول په حقيقت کي د سريلانکا په پلارمېنه کي د تميلي ياغيانو د گوزارونو له ډار څخه ژغورونکي تدبيرونه ول.

په کولمبو کي د غونډي ځای تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي نيول سوی و
په کولمبو کي د غونډي ځای تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي نيول سوی وانځور: AP

د دې دوې ورځنۍ غونډي اصلي هدف په جنوبي آسياکي د ترهگرۍ پر ضد مبارزه ده. يو وار بيا د هند او پاکستان ترمنځ لانجو، چي د جنوبي آسيا د گډکار د ټولني يا سارک لوی غړي دي، د غونډي فضا خړه پړه کړه. د هند لومړي وزير من موهن سنگ، په خپله پرانستونکې وينا کي وويل:«تروريزم په جنوبي آسيا کي د ثبات او پرمختگ د پاره لوی گواښ دئ. موږ نه سو کولای، د کرکي او ماجراجويي په وړاندي خپله مبارزه بايلوو. موږ ته ښايي، په گډه او ټنگ عزم سره د دې عالمي آفت پر ضد وجنگيږو.»

من موهن سنگ تر دې لا دقيقه اشاره وکړه. ده په تيرو اونيو کي په هند او د هندواڼو پر ضد هغو بريدونو ته گوته ونيوله، چي يو زيات شمير کسان پکښي وژل سوي يا ټپي سوي دي. ده زياته کړه:«ترهگري او بنسټ پالنه سرحدونه نه پيژني. په کابل کي د هند پر سفارت باندي ورستی ګوزار او هم د بنگلور او احمد آباد پيښو وښووله او دا گواښ په ډاگه کوي، چي تر اوسه لا په جنوبي آسيا کي غير انساني کړه وړه ځای لري.»

ترهگري عملونه د هندوستان د لومړي وزير من موهن سنگ او د پاکستان د لومړي وزير رضاگيلاني د کتني موضوع هم وه. هندوستان هم د افغانستان او د امريکا د متحده ايالاتو غوندي په کابل کي د هند پر سفارت باندي د جولای د مياشتي د بريد پړه،چي د دوو هندواڼو په شمول58 تنه پکښي د منځه ولاړل، د پاکستان پر استخباراتي ادارې ISI باندي اچولې.پاکستان په وار وار دا تورونه ردکړي دي.

د هندوستان لومړی وزير من موهن سنګ د خپل پاکستاني سيال يوسف رضا ګيلاني سره په کولمبو کي د سارک د غونډي په ترڅ کي
د هندوستان لومړی وزير من موهن سنګ د خپل پاکستاني سيال يوسف رضا ګيلاني سره په کولمبو کي د سارک د غونډي په ترڅ کيانځور: AP

پاکستاني رسنيو د حکومتي وياند له قوله ليکلي چي، پاکستان تراوسه پوري په دې ارتباط هيڅ شواهد نه دي تر لاسه کړي،او له آی اس آی سره يې هيڅ تړاو نه درلود.

مگر د افغانستان جمهور رييس ښاغلي حامد کرزي پر پاکستان باندي دا تور لګولی، چي ترهگر په پاکستان کي د پښي ايښوولو ځای لري او د پاکستاني ادارو لخوا ورسره مرسته کيږي. خو اوس ښايي يو تړون د دوی ترمنځ گډکار ممکن او اغېزمن کړي.

د پاکستان د لومړي وزير په شمول د غونډي ټولوگډونوالو په جنوبي آسيا کي د موثر شريک کار غوښتنه وکړه، د بنگله ديش د لنډمهاله حکومت مشر فخرالدين احمد په ډاگه کړه چي:« د ترهګرۍ ريښې په ټوله سيمه کي تيتي سوي. ترهگري سوله او ثبات له خطر سره مخامخ کوي. موږ بايد له دې آفت سره په پراخه جبهه وجنگيږو.»

مگر د جنوبي آسيا د سيمه ايز گډکار ټولنه سارک، د بې عمله خبرو په نامه مشهوره ده. په دې سيمه کي د هند او پاکستان لانجو تل د شريک کار مخنيوی کړی. او اوس هم د سولي څلورکلنه پروسه د وروستيو پيښو له کبله، بې باکه حد ته رسيدلې ده.